م.م له بیرته ستنیدونکو افغانانو سره دعاجلي مرستي غوښتنه وکړه
۱۴۰۴ تیر ۲۵, چهارشنبهد ملگرو ملتونو چارواکي او مرستندیوه سازمانونه په دوامداره توگه د افغانستان پر بحراني بشري وضعیت باندي، له ایران څخه د مخ پر زیاتیدونکو افغان مهاجرو د بیرته ستنیدو د اغیز په هکله خبرداری ورکوي.
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي روزا اوتنبایوا، د اسلام قلعه له سرحدي لار څخه تازه لیدنه وکړه او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستو رسولو له هڅو څخه د چټک ملاتړ غوښتنه کړې ده.
که څه هم د ایران حکومت څو میاشتي مخکي لا د بې اسنادو افغان مهاجرو اخراج پیل کړی وو، خو د ایران او اسرائیل ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جگړې وروسته، دغه اجباري اخراجونه په بې ساري ډول زیات سوي دي، یعني دا چي په ورځ کي په لسونو زره کسان افغانستان ته ستنیږي.
د ملگرو ملتونو ارقام ښيي چي په روان میلادي کال کي ۱،۳ میلیونه افغان مهاجر خپل هیواد ته ستانه سوي دي او د سره صلیب کمېټې اټکل کړی دی چي امکان لري یو میلیون او یا هم له هغه څخه زیات نور کسان هم له ایران څخه بیرته ستانه او یا هم اخراج سي.
«نړۍ ته د خطر زنگ»
دا په داسي حال کي ده چي واک ته دطالبانو له رسیدو راهیسي، افغانستان له یوې خوا له څو گونو بحرانونو او لوږې سره مخامخ دی او له بلې خوا د مرستندویه سازمانونو په تمویلي منابعو کي د پام وړ کمښت راغلی دی.
اوتنبایوا، ویلي دي: «د بیرته ستنیدونکو کسانو ډیر حجم چي زیاتره یې ناڅاپي او په خپله خوښه نه دی، باید په ټوله نړۍ کي د خطر زنگ وږغوي. دا زموږ د گډ انسانیت یوه آزموینه ده.»
اړوند:له ایران څخه د مهاجرو اخراج د بشري مرستو پر سیستم باندي فشار زیات کړی
د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړې استازې دې خبري ته په اشارې سره چي افغانستان له پخوا څخه لا له وچکالي او مزمنو بشري بحرانونو سره لاس او گریوان دی، ټینگار وکړ چي دغه هیواد په یوازي سر نه سي کولای له دغو فشارونو سره مقابله وکړي.
هغې شکایت کړی دی چي مرستندویه سازمانونه د تمویلي منابعو د کمښت له امله له داسي ډول دردوونکي انتخاب سره مخامخ کیږي چي آیا دغو مهاجرو ته خوراک آماده کړي، که سرپناه او یا هم ډاډمنو ځایونو ته د هغوی انتقال آسانه کړي.
اوتنبایوا، د سیمي حکومتونو او تمویل کوونکو شریکانو ته په خطاب کي ویلي دي:«[وضعیت] ته شا مه اړوی. بیرته ستنیدونکي باید پر خپل حال پرې نه ښودل سي. هغه څه چې موږ یې شاهدان یو د نه بشپړسویو نړیوالو مسؤلیتونو مستقیمه نتیجه ده. موږ باید همدا اوس په سرچینو، همږغۍ او هوډ سره عمل وکړو.»
هغې خبرداری ورکړی دی، چي که د مرسته رسولو په برخه کي عاجل اقدام و نه سي، نو دغه ډول حالت د مهاجرتونو د دوران د دوام سبب کیږي چي د لا ډېري بې ثباتۍ په گډون به ویجاړوونکي عواقب له ځانه سره ولري.