مظاهره کوونکي: افغانستان دې له پاکستان سره خپلې اړیکې وشلوي
په کابل کې تر خونړیو بریدونو وروسته د دې ښار یو شمیر اوسیدونکو، مدني فعالانو او محصلینو، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان سفارت مخې ته مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو له افغان حکومت څخه وغوښتل چې له اسلام آباد سره خپلې اړیکې وشلوي.
په لسهاو تنه په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته راټول شول او د دې هیواد پر ضد یې سخت شعارونه ورکړل.
د مظاهره کوونکو په پریکړه لیک کې راغلي دي: «اوس نړیوالو ته ثابته شوې ده چې پاکستان او د ترهګرو ملاتړی پوځ یې زموږ پر ضد د وحشت او ویرې او په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو لاملین دي.»
مظاهره کوونکو له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د ترهګرو پر پټنځایونو باندې برید وکړي چې په خبره یې په پاکستان کې دي.
مظاهره کوونکو ټینګار وکړ چې پر دې سربیره باید د طالبانو یو شمیر زندانیان او د حقاني شبکې غړی انس حقاني، د افغان حکومت له خوا اعدام شي.
د مظاهرې پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
دا مظاهرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې تر دې مخکې لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي پاکستان ته په یوه ناڅاپي سفر تللي وو.
انځورونه
1 | 6انځورونه