مشرف: خاين نه یم د هیواد له پاره مې خدمتونه ترسره کړي
۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبهد پاکستان د پوځ پخوانی مشر څو ورځې تر مخه په دوبۍ کې یو ځل بیا په روغتون کې بستر شو. په یوه ویډیويي پيغام کې هغه اوس ویلي دي چې د غدارۍ په قضیه کې له ده سره زیاتی کیږي او د عدالت غوښتنه یې نه عملي کیږي. د هغه په خبره په دغه قضیه کې دې کمیسیون د ده د موقف د ثبتولو له پاره ده ته ورشي او دې وینې چې وضعیت یې څه ډول دی.
په دغه ویډیويي پیغام کې هغه د خیانت تورونه ردوي او وایې چې دغه دوسیه په بشپړه توګه بې بنسټه ده: «ما د دې هیواد له پاره خدمتونه کړي دي. جنګیدلی یم. لس کاله مې د هیواد له پاره خدمت وکړ. له دې کبله زما په آند دا [قضیه] بې بنسټه ده.»
په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ویډیو په هکله بیلا بیل ډول بحثونه کیږي.
د قانون پوهې ریما عمر، په خبره په دغه دوسیه کې په ظاهري توګه ټولې قانوني غوښتنې تر سره شوي دي. خو هغې وویل چې جنرال مشرف د خپلې خوښې مدافع وکیل د غوره کولو حق بايد ولري.
دغه قضیه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د واکمنۍ پر مهال پیل شوه. خو د دغه دوسیې په ترڅ کې مشرف یوه ورځ هم په زندان کې تیره نه کړه او بیا وروسته له هیواده وایستل شو. د شنونکو په آند د مشرف د احتساب پر سر د نواز شریف او پوځي ادارې ترمنځ اختلاف له واک څخه د پخواني لومړي وزیر (نواز شریف) د ګوښه کیدو علت ګڼل کیږي.
په اسلام آباد کې یوې ځانګړې محکمې د نومبر د ۲۸مې نیټې په یوه حکم کې ویلي وو چې مشرف دې د دسمبر تر پنځمې نېټې پورې خپل بیان ثبت کړي او تر دې وروسته به محکمه نور مهلت ور نه کړی.
په پاکستان کې واکمن تحریک انصاف ګوند، په دغه قضیه کې د ځانګړې محکمې د پریکړې د درولو له پاره د اسلام آباد په لوړه محکمه کې یوه عریضه هم وړاندې کړې وه.
عرفان آفتاب