مسکو کې پوځي پریټ؛ پوتین وايي په اوکراین کې بریا د مسکو ده
د مسکو په سره ميدان کې پر نازي آلمان باندې د بريا د ۸۰يمې کلیزې په مناسبت رسم ګذشت ترسره شوه. پوتين، په دې ترڅ کې په اوکراين کې د مسکو د بريا خبره وکړه. د دغه پوځي پريټ نور جزيات د انځورونو په دې ګالري کې کتلی شئ:
د دويمې نړيوالې جګړې يادون او سياسي او اديالوژيکي اهداف
د می نهه نیټه چې هر کال د روسي کورنيو له لوري د «بريا د ورځې» په توګه د شخصي یادونو سره لمانځل کيږي، خو حکومت تل هڅه کوي چې دا ورځ د خپلو سياسي موخو له پاره وکاروي. دا څرګندونې په خټه روسی کارپوه اليکس يوسپوف، وکړي. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، د جمعې په ورځ د می ۹مه د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال پر اوکراين د بريا خبره وکړه.
پوتین او شي
د يو شمیر کارپوهانو په آند پوتين، هڅه کوي چې دا پريټ تر ډېره بريده «نړيوال ښکاره» کړي او نړيوال مشران به هم دلته د دغه بريا د لمانځلو په موخه راځي. خو پوتين هڅه کوي د هغوی له حضوره څخه د يوه ابراز په توګه ګټه پورته کړي. په دې انځور کې له پوتین سره له پوځي پريټ څخه د کتنې پر مهال د هغه نژدې متحدینو له هغې جملې څخه ېې چینايي سیال شی جین پینګ، هم حضور درلود
پوتین او متحد رهبران
په انځور کې د رهبرانو په ډله کې د چین ولسمشر شي جین پينګ، د تاجیکستان ولسمشر امامعلی رحمانوف، او د سلواکیا صدراعظم رابرت فیتسو، هم لیدل کیږي.
د یادښت او درناوي مراسم
پوتین له خپلو کلیدي متحدینو سره په دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر ضد د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مه کلیزه لمانځي. له کيڼ څخه ښي پر لور: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د قزاقستان ولسمشر صدر جباروف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان.
پوځي پریټ
مخکې له دې چې په پریټ کې زغروال وسایط او ټانکونه وښودل شي، روسي عسکر ځانګړي پوځي مراسم ادا کوي
زغروال موټر
په دغه انځور کې د روسي فوینیکس زغروال جنګي موټر او د لنزا په نوم زغروال امبولانس لیدل کیږي چې د مسکو په سره مېدان کې د پوځي پریټ پر مهال تېریږي.
د اوکراین جنګ
رپوټونه وايي د مسکو په پوځي پريټ کې هغه ماډل ډرونونه او ټانګونه وښودل شول چې په اوکراین جګړه کې کارول شوي دي.
د مسکو سور میدان، پياده ځواکونه
په مسکو کې د ۲۰۲۵م کال د می میاشتې په ۹مه د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا په مناسب پوځي پریټ. په دغه انځور کې د مختلفو پوځي واحدونو ځواکونه لیدل کيږي.
روسي عسکر
په دغه انځور کې د روسي عسکر د می نهمې پوځي پریټ پر مهال د لوژ له مخې د تېرېدو په حال کې لیدل کيږي
زغروال ټانګونه
روسیه معمولا خپل د پوځي پريټ مراسم د مسکو په سره میدان کې ترسره کوي. روسیه په دا ډول سترو پوځي مراسمو کې خپل پوځي قوت هم نندارې ته وړاندې کوي.
توغندي
روسیه په پوځي پریټ کې خپل ډول ډول توغندي هم ښيي. د آرشیف په دغه انځور کې د روسي اس-۴۰۰ ترویمف ډوله له ځمکې څخه هوا ته ويشتونکي توغندي ښودل کيږي
د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو
د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو چې د پوتین له نژدې متحدینو څخه دی، د می په ۹مه له پوتین سره د روغبړ پر مهال
د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي
دوهمه نړېواله جګړه کې د نازي آلمان پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا ۸۰مې کلیزه؛ د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي هم په دغه مناسبت د می میاشتې په ۹مه په مسکو کې له پوتین سره وليدل.
د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ
د سربیا ولسمشر، الکساندر ووچیچ هم مسکو ته ورغلی. هغه په سره مېدان کې د پوځي پریټ له پېلیدو مخکې د مراسمو ځای ته وروان دی.
د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو
د ونیزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو، هم د می په ۹مه په مسکو کې د روسې پوځي پريټ په مراسمو کې حضور درلود.