مسافر څرنګه د روان ټرام پر درولو وتوانیدل؟
۱۳۹۸ دی ۲, دوشنبهد آلمان په بن ښار کې هغه کسان د اتلانو په توګه ستایل کیږي چې د یکشنبې په ورځ یې یو روان ټرام ودراوه.
د یکشنبې د شپې له یوې بجې سملاسي وروسته پولیسو په ټرام کې له سپرو مسافرو له خوا تلیفونونه تر لاسه کړل چې په اظطراب کې ول. دغه ښاري اورګاډی له زیګبورګ څخه د بن پر لور روان وو.
خلک هغه وخت یوې خرابۍ ته متوجه شول چې د بیړني بریک پر راکشولو سربیره هم ټرام له څو تمځایونو تیر شو او همداسي پر پټلۍ روان وو.
په دغه ټرام کې سپور یوه کس منفرېد داس، له یوې ځایي ورځپاڼې ګینرال انڅایګر، سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ د خپل ژوند په هکله په اندیښنه کې شو. موږ هیڅ څه نه شو کولی.»
پولیسو ویلي دي چې د ټرام چلوونکی له یوه روغتیایي ستونزې کړیده او بې هوښه وو.
کله چې دا خبره روښانه شوه چې د ټرام سرعت نه راکمیږي، نو دوو مسافرو د چلوونکي د کابین ښيښه ماته کړه. په ټرام کې سپرې یوې مسافرې د (اس ډبلیو بي) دعامه ترانسپورت شرکت ته زنګ وواهه او د دغه شرکت یوه کارکوونکي مسافرو ته لارښوونه وکړه چې څرنګه ټرام په راتلونکي تمځای کې ودروي.
د پولیسو په وینا د ټرام چلوونکی روغتون ته للیږدول شوی. دوو هغو کسانو چې د کابین ښيښه یې ماته کړې وه، پر لاسونو یې سرسري ټپونه ول.
چټک ګام
د بن ښاروال اشوک سردهرن، په ټرام کې د سپرو مسافرو چټګ اقدام ستایلی دی. هغه د ګینرال انڅایګر، سره په خبرو کې ویلي دي چې «هغوی په یوه خطرناک حالت کې دقیقا سم ګام پورته کړی او احتمالاً یې د خلکو ژوند ژغورلی.»
دغه یوه خطرناک وضعیت د اس ډبلیو بي، پر ترانسپورتي شرکت هم فشار راوستی دی. څارنوال اوس په دې هکله څیړنې کوي چې آیا کومې تخنیکي ستونزې خو په دغه قضیه کې ونډه نه درلوده.
پولیسو په بیانیه کې ویلي دي: «د عیني شاهدانو د وینا له مخې، د بیړني بریک راکاږلو د ټرام د سرعت په کمولو کې کومه مرسته ونه کړه.»
اس ډبلیو بي، شرکت په خبره کله چې بیړنی بریک راکش شي، نو په سملاسي ډول ټرام نه دریږي، بلکې چلوونکي ته خبرداری ورکوي چې بیا هغه له مسافرو سره ارتباط نیولی شي او ټرام درولی شي. په اورګاډو او ټرامونو کې داسې ځینې سیستمونه هم شته چې د چلوونکي د بې هوښه کیدو په صورت کې خبرداری ورکوي، خو په دغه قضیه کې داسې بریښې چې دغه سیستم هم کار نه دی ورکړی.