متحده عربي اماراتو ولي پر پاکستان د ویزي محدودیتونه لګولي؟
۱۳۹۹ دی ۱, دوشنبهد متحده عربي آماراتو دولتي خبري آژانس وې اې ام نیوز ليکلي دي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان له خپل پاکستاني سیال سره د یوه ملاقات په ترڅ کې «پر وروستي محدودیتونو باندي ټینګار کړی چې د کووید-۱۹، وبا له کبله د ویزو د اجرا په برخه کې لګول شوي دي.»
د اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحده عربي آماراتو د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.
د ویزې د اجرا په برخه کې په لګول شوو محدودیتونو کې د لبنان، کینیا، ایران، سوریې، یمن او افغانستان هیوادونه شامل دي. دغه محدودیتونه په داسې حال کې لګول کیږي چې د یوه تړون وروسته په اسرائیلي پاسپورټونو کې دغه هیواد ته د سیلانیانو ورتګ پېل شوی دی.
په دوبۍ کې د یوه سفري شرکت کارکوونکي سعید محمد، د دوشنبې په ورځ دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې په تیرو اونیو کې د پاکستان او د منځني ختیځ یو شمیر نورو هیوادونو څخه فامیلیونو ته ویزې د ورکړې کچه یو څه لوړه شوې ده.
د هغه په خبره له دغو هیوادونو څخه ځوانانو ته ویزې نه ورکول کیږي چې دا ګنګوسي یې راپارولي دي چې ښایي دغه بندیز له امنیتي یا له خپل وخت څخه د زیاتې مودې د پاتیدو له اندیښنو سره تړلی وي.
زموږ له آرشیف څخه: