آلان کردي، کښتۍ مالتا ته د تګ اجازه تر لاسه کړه
۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبهد مالتا هیواد سمندري ځواکونو د یکشنبې په ماښام د آلماني مرستندویه سازمان «الان کردي» له ژغورونکي کښتۍ څخه پناه غوښتونکي اخیستي او دغه هیواد ته یې بیولي. د دغه هیواد د چارواکو په وینا له کښتۍ اخیستل شوي کسان به څومره ژر چې امکان ولري د اروپایي اتحادیې پر نورو هیوادونو وویشل شي. زیاته شوې ده چې په دې تړاو د اروپايې اتحادیې له کمیسیون او آلمان سره د پردې تر شا خبرې شوي دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر دغه ګام ستایلی دی. د زیهوفر له خوا په یوه بیانه کې ویل شوي دي چې دی له دې خوشحاله دی چې ژر له کښتۍ د کښته کیدو چارې تنظیم شوې. زیاته شوې ده چې د «الان کردي» کښتۍ ۶۵ پناه غوښتونکي او نور ۵۸ پناه غوښتونکي چې د مالتا هیواد سمندري ځواکونو په مدیترانه سمندرګې ژغورلي وو، ۹۴ تنه به یې د اروپایي اتحادیې پر هیوادونو باندې وویشل شي. د زیهوفر په خبره «د اروپایي اتحادیې د یووالې له روحیې له مخې ما وړاندیز وکړ چې موږ تر ۴۰ کسانو پورې ونډه ولرو.»
د بندیز وروسته د مسیر بدلول
تر دې یوازې څو ساعته دمخه د مالتا د پوځ یوه ویاند روښانه کړې وه چې «الان کردي» کښتۍ به د دوی اوبو ته د ورتګ اجازه تر لاسه نه کړي. د آلماني مرستندویه سازمان «سي-آی» دغه کښتۍ لیبیا ته څیرمه په نړیوالو اوبو کې له یوې ربړۍ کښتۍ څخه د جمعې په ورځ دغه مهاجر ژغورلي وو. په لومړي سر کې آلان کردي، کښتۍ د ایټالیې د لمپیدوسا پر لور لاره ونیوله او دغه ټاپو ته یې د ورتګ د اجازې د ترلاسه کولو له پاره انتظار کاوه. خو د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر ماتیو سلویني، په دې تړاو پر وضع شوي یوه بندیز باندې ټینګار وکړ.
تر دې وروسته د ژغورونکي کښتۍعملې پریکړه وکړه چې د مالتا پر لور حرکت وکړي. د مالتا هیواد د چارواکو له لوري کښتۍ ته د لنګر اچولو د اجازې ورکولو لږ څه ترمخه سي-آی، مرستندویه سازمان د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي وو چې په کښتۍ کې درې کسان عاجلو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
د تیرې شنبې په ورځ د ایټالوي مرستندویه سازمان مدیترانیا، کښتۍ د ایټالوي چارواکو د سپارښتنو برعکس په لمپیدوسا کې لنګر اچولی وو. د «الیکس» په نوم د ژغورونکي کښتۍ عملې تر دې دمخه د ناسم روغتیایي وضعیت او حفظې الصحې د شرایطو په پام کې نیولو سره په کښتۍ کې بیړنۍ حالت اعلان کړی وو. ۴۱ پناه غوښتونکي چې د کښتۍ عملې په مدیترانه سمندرګي کې ژغورلي وو، ایټالیې ته د تګ اجازه ورکړل شوه، خو دغه کښتۍ ضبط شوه. د کښتۍ د کپتان پر ضد د غیر قانوني مهاجرت په ترڅ کې د مرستې کولو په تور څیړنې کیږي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر له خپل ایټالوي سیال څخه غوښتي ول چې د مهاجرو د کښتیو پر وړاندې په رسمي ډول خپل بندرونه پرانیزي. زیهوفر په یوه لیک کې سلویني ته لیکلي ول: «موږ د دې ځواب نه شو ورکولی چې کښتۍ له ژغورل شوو انسانانو سره د څو اوونیو له پاره په مدیترانې سمندرګي کې حرکت وکړي، ځکه چې کوم بندر نه شي موندلی.» خو هغه دغه غوښتنه رد کړه. سلویني په انټرنیټ کې په یوې خپرې شوې ویډیو کې ویلي وو چې د دې پر ځای به مهاجرو ته اجازه ورکړي چې په سرویسونو کې مستقیما په روم کې د آلمان سفارت ته ورشي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر له ښي اړخه لیګا، نومې ګوند سره تړاو لري چې د پنځو ستورو په نوم ښي اړخه عوامپاله غورځنګ سره په ګده حکومت کوي. سلویني په دې شعار سره راغلی وو چې ایټالیا ته به د غیر قانوني مهاجرتونو لړۍ دروي.
jj/as/wa sr/aa (dpa, afp)