لومړني مهاجر د امریکا متحده ایالاتو سویلی پولی ته ورسیدل
تر اوږد مزل وروسته، له لاتینې امریکا څخه لومړني مهاجر د امریکا متحده ایالاتو سرحد ته ورسیدل. خو د هغوی په مخ کی څو متره لوړو اوسپنیزو دیوالونو خنډ جوړ کړی. د مهاجرو په نظر دا کار د هغوی د منزوی کولو په معنی ده.
تر امریکا متحده ایالاتو پورې اته متره
د اټکلونو له مخې مکسیکویی ښار تیوانا ته نردې، هغه سرحدي دیوال اته متره لوړ دی چې مهاجر هڅه کوي ور څخه تیر سي. د هغوی په نظر د دې دیوال شاته په اصطلاح د هغوی خیالي ښار امریکا موقیعت لري. خو ورسره د هغوی د ځپلو له پاره د ترمپ د ادارې سیاست هم. ډیر لږ پیښ سوي چې د امریکا کوم حکومت دې له لاتینی امریکا څخه د راغلو مهاجرو پر وړاندې له دومره سخت چلن څخه کار اخیستی وي.
امریکا ته غیرقانوني سفر
یو مهاجر پر دې وتوانید چی له سرحد څخه تیر سي. خو دا چی هغه به واقعي توګه په امریکا کې د پاتې کیدو چانس ولري د پوښتنې وړ خبره ده. که امریکایي چارواکو هغه ونیو نو مکسیکو ته به یې واستوي.
له کتارې تر تیریدو مخکې
په ډیرې تلوسې سره امریکا متحده ایالاتو ته نظر اچول او په عین حال کې یې پر امکاناتو باندی ژور فکر کول. په زرهاوو متره پیاده مزل وروسته اوس یوازې دغه اوسپنیز دیوال، هدف ته د رسیدو پر وړاندې خنډ دی. تر دې ځایه رسیدل آسانه نه وو. لارې ډیرې خطرناکې وي.
هڅوونکې پیغامونه
«هیڅ ډول خنډ به موږ له دې څخه راونه گرځوي چی خپل هدف ته ورسیږو. موږ مکسیکویان یو، زموږ مخه څوک نه سي نیولای.» د تیوانا په ساحل کی دغه ډول لوحې چی په هسپانوي ژبه لیکل سوي، مهاجر هڅوي. دا چې دغه لوحې چا دلته درولي، معلومه نه ده.
له مداخلې څخه ویره
دا کومه جنگي سیمه نه ده بلکه په سانتیاگو کی د امریکا متحده ایالاتو پوله ده. له مکسیکو سره په سرحد کې پروت دغه ښار زیاتره وخت د بحث موضوع وي. له ډله ایز مهاجرت څخه د ویری له امله، متحده ایالاتو دې سرحدي سیمې ته خپل ځواکونه استولي دي. په عین حال کې دلته اغزن سیم هم غځول شوی.
له اوسپنې جوړ سوی دیوال
داسې ښکاري چې دغه ځای لا د ترمپ له هغو خیالونو څخه لیری دی چی پکښي یو کانکریټي دیوال جوړ کړي. له اوسپنې څخه جوړ شوی دغه دیوال ښایی نور د رغیدو نه وي.
ستړی سفر
ډیر شمیر کسان لا سرحد ته پر لار دي. لکه دلته د سویلی مکسیکو په ښار «یوخیتان دې زاراگوزا» کې. ډیری کسان لا خپل مزل ته ادامه ورکوي. هغوی ستړي ستومانه دي، په هر ځای کې چې برابر سي، خپل خوب کوي. تر متحده ایالاتو پورې لا څه د پاسه ۱۰۰۰ کیلومتره لار پاتې ده.
له بې وزلۍ څخه تیښته
لکه څنگه چی په ۲۰۱۵ کال کې عراقي او سوریایي مهاجرو هڅه وکړه چې د اتریش له لاری آلمان ته ځانونه ورسوي، د لاتینې امریکا مهاجر بیا د مکسیکو له لارې امریکا متحده ایالاتو سرحد ته ځانونه نزدې کوي. د هغوی زیاتره برخه له بې وزلو هیوادونو لکه هاندوراس، نیکاراگوا او یا هم گوتیمالا څخه دي چی هره ورځ پکښي تشدد روان دی.