د آلمان له لوري د منل کيدو د ژمنو لرونکو افغانانو اخراج
۱۴۰۴ شهریور ۱۷, دوشنبهد آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پاکستان په تیرو دوو ورځو کې یو شمیر نور افغانان هم چې د منلو ژمنې یې درلودې، خپل هیواد ته اخراج کړي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په برلین کې ویلي دي چې ښايي د ۲۰ او ۳۰ تنو ترمنځ کسان اخراج سوي وي.
مخکې له دې هم د اگست په نیمايي کې په لسو تنه افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج سوي دي.
اړوند:«په لسونو نور افغانان هم آلمان ته انتقال سول»
په دې ډول د هغو کسانو شمیر چې د آلمان له خوا د منلو ژمنې لري او له پاکستانه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندي افغانستان ته اخراج سوي دي، ۲۳۰ تنو ته رسیږي.
دآلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنگه ویلي دي چې د منلو د ژمنو لرونکي ۱۰ تر ۱۵ تنه نور افغانان هم په پاکستان کي د اخراج په یوه کمپ کې ژوند کوي او هغوی هم افغانستان ته له اجباري اخراج سره مخامخ دي.
په زرو تنه آلمان ته د انتقال په تمه دي
په اوس وخت کې شاوخوا ۲۳۰۰ افغانان چې د آلمان د پخواني حکومت له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې، په پاکستان کې اوسیږي. په دغو کسانو کې د آلماني پوځ او ادارو پخواني ځايی کارکوونکي، او همدارنگه د بشري حقونو فعالان او مدافع وکیلان شاملیږي.
اړوند:المان ته د راتګ ژمنې سربیره پاکستان کې له ۲۰۰ ډیر افغانان اخراج شوي
د مسیحي سوسیال، مسیحي ډیموکراټ او سوسیال ډیموکراټ له گوندونو څخه جوړ د آلمان اوسني ائتلافي حکومت هوکړه کړې ده چې د داوطلبانه منلو برنامې «د امکان ترحده» په ټپه ودروي.
له همدې کبله، د آلمان اوسني ائتلافي حکومت د خپل کار د پیل پر وخت، نوموړو افغانانو ته د ویزې ورکول بند کړل، خو محکمو پریکړه وکړه چې د آلمان حکومت باید د منلو ورکړل سوو ژمنو ته وفادار پاته سي.
اړوند:اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي
د آلمان په محکمو کې د افغانانو له حقوقي شکایتونو وروسته چې ډیری یې بریالي وو، د آلمان حکومت تیره اونۍ په لسونو، حفاظت ته اړ افغان کورنیو ته اجازه ورکړه چې آلمان ته داخلې سي.
د آلمان حکومت په دا وروستیو کې اعلان وکړ چې په پام کې لري د روان کال تر پایه پورې د هغو افغانانو د منلو پروسه بشپړه کړي چې د منلو ژمنې لري.