له پاکستان او ایرانه د مهاجرو اخراج د طالبانوغبرگون راپارولی
۱۴۰۴ فروردین ۱۹, سهشنبهد طالبانو ادارې د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپريل ۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان مهاجرو د اخراج په هکله له دواړو گاونډیو هیوادونو څخه د زغم او حوصلې غوښتنه وکړه.
نوموړي وزارت ویلي دي چي له دغې ادارې سره د گډ تفاهم له لاري د افغان مهاجرو داوطلبانه ستنیدو ته، د امکاناتو د برابرولو له پاره له گاوندیو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه له تکراري غوښتونو سره سره، له پاکستان او ايران څخه د افغان مهاجرو اجباري اخراج پیل سوی دی.
اړوند:طالبانو له پاکستان او ایران څخه د افغانانو پر اخراج انتقاد کړی
پاکستان له څو لسیزو راهیسي د میلیونونو افغان مهاجرو کوربه دی.
د طالبانو ادارې د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت همدارنگه ویلي دي چي په اوس وخت کي په پاکستان کي افغان مهاجر په غیرقانوني ډول له استوگنځایونو، دوکانونو او بازارونو څخه نیول کیږي او افغانستان ته د ستنیدو له پاره مجبوره کیږي.
د دغې اعلامیې په یوه برخه کي راغلي دي: «متأسفانه، افغان مهاجر له تاوتریخوالي سره مخامخ او مالونه یې چور او مصادره کیږي چي دا کار د ټولو اسلامي اصولو، بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ضد کار دی.»
ياد وزارت ټینگار کړی دی چي د طالبانو اداره له پاکستانه تمه لري چي د افغان مهاجرو پر وړاندي تاوتریخوالي او ناوړه چلند ته د پای ټکی کښیږدي او له افغان مهاجرو څخه دي د سیاسي اهدافو له پاره د وسیلې په توگه کار وانه خیستل سي.
د طالبانو ادارې له نړیوالو سازمانونو او مرستندویه بڼسټونو څخه غوښتني دي چي د افغان مهاجرو د ستونزو حلولو ته ځانگړې پاملرنه وکړي، په تیره بیا د هغو مهاجرو له پاره د عاجلو مرستو د رسولو په برخه کي چي اخراج سوي دي. همدارنگه ټینگار سوی دی چي افغان مهاجر باید خپل هیواد ته د ستنیدو په بهیر کي له ظلم، جبر او تاوتریخوالي سره مخامخ نه سي او باید په دې برخه کي ورته د انساني او ضروري ملاتړ زمینه برابره سي.
دغه وزارت ویلي دي چي پاکستان تازه، سل افغان مهاجر له زندانونو آزاد او افغانستان ته استولي دي.
له پاکستان څخه د زرو افغان مهاجرو له اخراج سره سم، د طالبانو ادارې لوړپوړو چارواکو د دوشنبې په ورځ د یوې ځانگړي ناستي په جوړولو سره، له پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج «غیر اسلامي او غیر انساني» او د ټولو اصولو خلاف وباله او دغه کار یې غندلی دی.
له ایران څخه د مهاجرو د اخراج زیاتوالی
له پاکستان څخه د افغان مهاجرو له ډله ایز اخراج سره سم، ایران هم د مهاجرو د اخراج پروسه گړندۍ کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، په کابل کي د ایران سفارت له سرپرست، علیرضا بیکدلي، سره د لیدني کتني پر وخت، د تهران او طالبانو ترمنځ د "افغان کډوالو د تدریجي راستنیدو د اسانتیا" له پاره د تفاهمونو د تعقیب غوښتنه کړې ده.
اړوند:عراقچي: د غیرقانوني افغان مهاجرو د تدریجي اخراج پلان تر لاس لاندي دی
د روان هجري لمریز کال د حمل میاشتې له پیل سره سم، شاوخوا ۴۰۰۰ مهاجر چي ایراني چارواکي یې »غیر قانوني اتباع« بولي، یوازي په کرمان ولایت کي نیول سوي او اخراج سوي دي.
له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج د ضرب الاجل له پای ته رسیدو وروسته، دغه هیواد تر اوسه پوري په زرونو افغان مهاجر اخراج کړي دي.
که څه هم د ملگرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو فعالانو له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج د بندیدو غوښتنه کړې ده، خو نوموړي هیواد تر اوسه پوري دغه ډول غوښتنو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او په دې وروستیو کي یې د افغان مهاجرو د اخراج له پاره خپلې هڅې لا پسې گړندۍ کړي دي.