له ټولې نړۍ څخه د سولې پیغامونه
د آلمان په لنډاو ښار کې «ادیان د سولي له پاره» کنفرانس کې د نړۍ د مختلفو ادیانو استازو او مشرانو ګډون کړی وو او هدف یې په نړۍ کې د سولې ټینګښت وو.. په دې انځوریز البوم کې د یو شمیر ګډونوالو پیغامونه لوستلی شئ.
کرن کور، سک، بریتانیا
بخښنه د پخلاینې لار پرانیزي او پخلاینه د سولې سبب ګرځي.
راوني میټوګټیرې،د کیاپو د نسل استازې، برازیل
له شخړو څخه د خلاصون لار د خلکو ترمنځ دوستي ده. انسانان باید د یوه او بل دښمن ونه ګرځي. خدای غرونه د ټولو له پاره جوړ کړي. خدای د انسانانو له پاره هم ښه فکر کړی او موږ هم باید د یوه او بل په هکله ښه فکر وکړو.
پرسکاراکوروکل، هندو، جرمنی
سوله د نړۍ مرکزي سرچینه ده، تاسې سوله نه شئ اخیستلی. سوله او خوندیتوب زموږ په دننه کې نغښتي دي. که چیرته موږ ټول د سولې له پاره ژمن اوسو، نو سوله به ورو ورو په ټوله نړۍ کې خپره شي.
الحاج اسحاق کنلې، مسلمان، نایجیریا
زه د ټولې نړۍ له مذهبي څیرو څخه غواړم چې له نفرت خپرولو څخه ډډه وکړي، ځکه چې نفرت د واورې یوه توپ ته ورته دی چې په غورځولو سره ستریږي او ان دا چې پای به یې جګړه وي. د دې پرځای، خلک باید د سولې له پاره تبلیغ وکړي او د بیلابیلو مذهبونه پیروان دې د یو بل د منلو په اصولو کې ژوند وکړي.
ہائې فودو، بَهايي، جنوبي افریقا
سوله نه یوازې ممکنه ده، بلکې دا یوه اړتیا ده. سوله د دې سیارې د ارتقأ له پاره یو بل ګام دی. ځمکه به یو هیواد وي او موږ ټول انسانان به یې ښاریان يوو. دا په موږ پورې اړه لري چې د سولې د ټینګښت له پاره څه کوو. ګډ عمل او د روحاني رویې خپرول، له موږ سره په دې ستونزمنه لار کې مرسته کولی شي.
ریورنډ جیک بوسټن، اینگلیکن مسیحي، گني کوناکري
که سوله نه وي، پرمختګ به نه وي، او چې پرمختګ نه وي نو بیا به انسانیت نه وي.
امام احسان سکندر، مسلمان، بیلجیم
د سولې معنی مینه ده. د اختلافاتو منل او یو بل ته درناوی، او بیا ټول اختلافات څنډې ته کول او د ګډ هدف له پاره کار باید وشي.
کشور ټهاکر، هندو، تنزانیا
موږ د یو و بل پوهیدو ته اړتیا لرو. د سولې په فضا کې ګډ ژوند، زموږ په ټولنو کې د پرمختګ سبب ګرځي.
محمد سیف اللہ، مسلمان، سنگاپور
سوله باید یوازې د یوه اضافي شي په توګه ونه ګڼل شي، بلکې سوله د ټولو انسانانو یو حقیقي ضرورت او اړتیا ده. دغه اړتیا اوس هم شته او په راتلونکې به هم موجوده وي.
ربی مارسیلو ماټر، یهودی، ارجنټاین
د خلکو ترمنځ مرسته کول او خبرې اترې کول د سولې د لاسته راوړلو له پاره یواځینې لار ده.
آیت اللہ احمد مبلغي، مسلمان، ایران
الله په قرآن کریم کې موږ ته د سولې حکم کړی دی.
کوشو نیوانو، بدهه بھکشو، جاپان
زموږ نړۍ د تنوع له کبله ښکلې ده. موږ یوازې د دې نړۍ د تنوع په ښوولو سره د دې نړۍ د ښکلا ننداره وړاندې کولی شو. په همدې توګه موږ په دې دنیا کې سوله هم راوستلی شو.
انتوني سامي تھومايي، کاتولیک مسیحي، هندوستان
هر انسان سوله غواړي، داسې سوله چې د دوی په ژوندانه کې د خوندیتوب معنی ولري. په دې توګه موږ کولی شو یوه سوله ایزه نړۍ رامنځته کړو.
گرینډ فادر ډومینک رانکِن، الگوناقويي امریکايي، کاناډا
سوله باید له بل هر ځایه وړاندې زموږ په خپلو ځانونه کې وپلټل شي. د خپل ځان پیژندل له نورو سره د سولې په رامنځته کولو کې ډیره مرسته کوي. موږ دې کار ته د مینې د موندلو نوم ورکولی شو.