له مونشن څخه ډله ایز اخرج، الوتکه پاکستان ته رسیدلې
۱۳۹۹ مرداد ۲۹, چهارشنبهاعلان
په پاکستان کې تحقیقاتي فدرالې ادارې د آلمان خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې په دغه الوتکه کې ۳۳ پاکستانیان سپاره ول. زیاته شوې ده چې دغه الوتکه د چهارشنبې په سهار وختي پلازمېنې اسلام آباد ته رسیدلې ده.
د آلمان په مونشن هوایي ډګر کې فدرالي پولیسو هم پاکستان ته ډله ایز اخراج تائید کړی دی.
اړونده موضوع:د کرونا وبا له پيل راهيسي له آلمانه د مهاجرو لومړی اخراج
د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه پرواز کې اخراج شوي ۲۴ پاکستاني اتباع له آلمان، اووه له اتریش او دوه له پولنډ څخه دي.
د کرونا د وبا له پیلیدو وروسته د لومړي ځل له پاره یوه میاشت ترمخه له آلمان څخه ډله ایز اخراج بیرته پيل شو. دغه پرواز هم پاکستان ته شوی وو.
زموږ له آرشيف څخه: