له مذهبي آزادۍ د سرغړونکو په ليست کې د پاکستان نوم پاته دی
۱۳۹۸ دی ۴, چهارشنبهد پاکستان د بهرنيو چاور وزارت له خوا په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې د مذهبي آزادۍ څخه د سرغړونکو په نوملړ کې د پاکستان د نوم پرښوول يو «شکمن» گام بللی او دا یې رد کړی دی. په اعلاميه کې ويل شوي: «پاکستان دغه يو اړخيز او د خپلې خوښې نومول ردوي.»
پاکستان کله په دې نوملړ کې شامل کړل شوی؟
په پاکستان کې د مذهبي آزادۍ پر وضعيت او دين ته د سپکاوي د قانون په څېر قوانينو له کبله په دې وروستيو کلونو کې سختې نيوکې کيږي. خو امريکا تر دې وروستيو پورې په تور ليست کې د پاکستان له شاملولو څخه ډډه کوله.
د ولسمشر دونالد ترمپ ادارې د پاکستان په اړه سخت دريځ نيولی دی. ترمپ واک ته له رسېدو راهيسې تل پر پاکستان نیوکې کوي. تېر کال په لومړي ځل پاکستان په دې نوملړ کې شامل کړل شو.
خو په روان میلادي کال کې ظاهراً د پاکستان د حکومت او د ترمپ د ادارې په اړيکو کې يو څه ښه والی وليدل شو. خو امريکا پر دې سربيره هم د پاکستان نوم د دې ليست څخه لیرې نه کړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دسمبر پر۱۸نيټه د مذهبي آزادۍ څخه د سرغړونکو هېوادونو د نومونو کلنی ليست خپور کړ. سږ کال له دې ليست څخه يوازې د سوډان نوم ايستل شوی دی او د نورو ترڅنگ د پاکستان نوم پر ځای پاتې دی.
په دې تور ليست کې د پاکستان، چين، ايران، سعودي عربستان، ميانمار، اريتريا، شمالي کوریا، تاجکستان او ترکمنستان نومونه شامل دي او پر دې هېوادونو د «مذهبي آزادۍ په برخه کې د منظمو او دوامدارو شديدو سرغړونو د ترسره کولو او يا سرغړونو ته د اجازې» تور لگول شوی.
سږ کال روسيه، ازبکستان او د کيمیرون هېواد نومونه په ځانگړي څار ليست کې پر خپل ځای پاتې دي او په دې نوملړ کې کيوبا، نکاراگوا، نايجیريا او سوډان هم شامل کړل شوي. که چېرې دا هېوادونه د مذهبي آزادۍ د تضمينولو له پاره اقدامات ونه کړي نو دا به هم په تور ليست کې شامل کړل شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې په دې تړاو ويل شوي دي: «دا پريکړه نه يوازي له حقايقو سره په ټکر کې ده، بلکې په دې اړه هم پوښتنې را ولاړوي چې آیا دا پروسه د اعتماد وړ او شفافه هم ده او که نه؟»
هند ولې په دې نوملړ کې نه شته؟
د هند له لومړي وزير نريندر مودي پر ځينو کړنو چې سرچينه یې ښايي د هغه هندو قومپاله اجنډا وي، د امريکا د کانگرس د غړيو د انديښنو سره سره هم د ترمپ ادارې هند په دې دواړو ليستونو کې نه دی شامل کړی.
په دې نوملړ کې د هند د نه شاملولو له وجې پاکستان پر امريکا تور لگولی چې يوازې «ځانگړي هېوادونه په نخښه کوي.» د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په هند کې د «مسلمانانو پر ضد تازه اقداماتو» ته په اشارې سره ويل شوي: «په څرگنده توگه د مذهبي آزادۍ څخه د سختو سرغړونکي هېواد هند نوم په دې نوملړ کې نه شاملولو، په ښکاره پر دې دلالت کوي چې دا نومونه يو اړخیزه دي.»
urdu.b.s/n.z