له فساده پاک د نړۍ ۱۲ هیوادونه
د شفافیت نړیوال سازمان هر کال د نړۍ ۱۸۰ هیوادونه تر ارزونې لاندې نیسې او بیا هر هیواد ته د فساد پر ضد د اقداماتو له امله نمرې یا پواینټونه ورکوي. په دې ترتیب تر ټولو زياتي نمبرې لرونکی تر ټولو ډیر شفاف هیواد وي.
لومړی مقام: نیوزیلنډ
نیوزیلنډ هیواد د فساد ضد اقداماتو او د شفاف مالي نظام له امله د ټولو ۱۸۰ هیوادونو له ډلې څخه ۸۹ پواینټونه ترلاسه کړي او د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې تر ټولو شفاف هیواد دی.
دوهم مقام: ډنمارک
ډنمارک بیا د ۸۸ نمرو په لرلو سره د شفافیت په درجه بندۍ کې دوهم مقام خپل کړی دی.
دریم مقام: فنلنډ
د شفافیت نړیوال سازمان فنلنډ، ناروې او سویس هیوادونو ته ۸۵ نمرې ورکړې او درې واړه هیوادونه یې په دریم مقام کې راوستلي دي.
په ګډه دریم مقام: ناروې
ناروې هم ۸۵ نمرې یا پواینټونه لري او له فنلنډ او سویس هیوادونو سره په ګډه دریم مقام یې خپل کړی.
ګډ دریم مقام: سویس
سویس له فنلنډ او ناروې سره په ګډه ۸۵ نمرې لري او دریم مقام یې خپل کړی دی.
ګډ څلورم مقام: سنګاپور
سنګاپور بیا له سویډن سره په ګډه ۸۴ نمرې لري او څلورم مقام یې په ګډه خپل کړی دی.
ګډ څلورم مقام: سویډن
سویډن د ۸۴ نمرو په لرلو سره په څلورم ځای کې دی.
ګډ پنځم مقام: کاناډا
کاناډا بیا له بریتانیا، لوکسمبورګ او هالنډ هیوادونو سره په ګډه ۸۲ نمرې لري او په ګډه دغه هیوادونهه په پنځم مقام کې دي.
ګډ پنځم مقام: لوکمسبورګ
لوکمسبورګ په پنځم مقام کې شفاف هیواد ټاکل شوی دی.
پنځم ګډ مقام: هالند یا نیدرلنډ
د شفافیت نړیوال سازمان هالنډ هم په پنځم مقام کې راوستلی او دې هیواد ته یې د شفافیت په درجه بندۍ کې ۸۲ نمرې ورکړي دي.
پنځم ګډم مقام: بریتانیا
بریتانیا هم د ۸۲ نمرو له ګټلو سره په پنځم مقام کې دی.
شپږم مقام: آلمان
آلمان بیا په اروپايي ټولنه کې د ۸۱ نمرو یا پواینټونو په ګټلو سره د شفافیت د نړیوال سازمان لخوا په شپږم مقام کې راوستل شوی دی.