له ایران څخه اخراجونه؛ مرستندویه بڼسټونه ترسخت فشار لاندي دي
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبهد افغانستان په لویدیځ کې د ناروې د پناه غوښتونکو شورا «ان آر سی» نن پنجشنبه (د ۲۰۲۵ م کال د جولای ۱۰ مه) د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي دي چې په سیمه کې وروستي کړکیچڼونه او له ایران څخه د اخراج د پالیسیو عملي کیدل، افغانستان ته په پراخه کچه د مهاجرو د ستنیدو سبب سوي او بشري مرستې یې تر فشار لاندي راوستلي دي. مخکې له دې هم بشري مرستې د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخې وې.
د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا د افغانستان د څانگي مسؤل، یاکوپو کاریدي ویلي دي:«موږ داسي یوه هیواد ته د ستړو او زیانمن سوو کورنیو د راستنیدو شاهدان یو چې د هغوی د بیا مدغم کیدو او ملاتړ له پاره ډیر محدود ظرفیت لري. موږ هر هغه څه چې په توان کې یې لرو، سرته رسوو خو د موجوده سرچینو په پرتله د هغوی د اړتیاوو کچه لوړه سوې ده.»
د ملگرو ملتو په حواله په روان میلادي کال کې ۱،۴ میلیونه افغانان له پاکستان اوایران څخه خپل هیواد ته ستانه او یاهم اخراج سوي دي.
په ملگرو ملتو کې د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو له مخې، د جون میاشتې له ۱۳مې نیټې وروسته له ایران څخه د بیرته ستنیدونکو شمیر ډیر سوی دی او د جولای په لومړیو کې په یوه ورځ کې د ۴۳ زره کسانو په ثبتیدو سره دغه رقم خپل اوج ته ورسید.
د طالبانو د ادارې د لومړي وزیر اداري مرستیال ، مولوی عبدالسلام حنفی هم نن پنجشنبه په کابل کې په یوې خبري ناسته کی وویل چې هره ورځ څه د پاسه ۳۰ زره کسان دهرات ولایت د اسلام قلعه له سرحد او له ۱۰ زره څخه نور اضافه کسان د نیمروز ولایت د پل ابریشم له لارې افغانستان ته راستانه سوی دي.
د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا د افغانستان د څانگي مسؤل اټکل کړی دی چې که اوسنی بهیر همداسي ادامه پیدا کړي، افغانستان به د ۲۰۲۵ م کال تر پایه د څه د پاسه ۳ میلیونو بیرته ستنیدونکو کسانو شاهد وي.
کاریدي ویلي دي «نړیواله ټولنه باید افغان ملکي خلکو ته شا وانه ړوي. هم ستانه سوي او هم کوربه ټولنې له ځورونې او بې ثباتۍ څخه د مخنیوي له پاره چټک ملاتړ ته اړتیا لري.» هغه د افغان مهاجرو د اجباري اخراج د دریدو غوښتنه وکړه، دا ځکه چې د هغه په خبره په افغانستان کې اوسني شرایط د امنیت او ثبات له پاره لازم حداقل معیارونه نه پوره کوي.
له اخراج سوو سره د عامو خلکو مرستې
ډیر شمیر اخراج سوو مهاجرو له کلونو راهیسي په ایران اوپاکستان کې ژوند او کار کړی دی او ډیری یې حتی په دغو دوو هیوادونو کې زیږیدلي او رالوي سوي دي. مرسته کوونکي وايي چې راستانه سوي مهاجر له ځانه سره له ایران څخه ډیرې کمې پیسې او وسایل لري او سرپناه، د څښلو پاکو اوبو، خوراک او صحي مراقبتونو ته چټکه اړتیا لري.
یو له اخراج سوو مهاجرو څخه ډویچه ویلې ته وویل چې هغوی د دوزخ په شان حالت تجربه کړی دی او اوس پرته له هیڅ شي افغانستان ته داخل سوي دي.
په وروستیو اخراجونو کې ډیریو سیمه ائیزو اوسیدونکو له تازه راستانه سوو مهاجرو سره خپل پیوستون ښودلی دی او د ناروې د پناه غوښتونکوو د شورا د رپوټ له مخې، هغوی ته یې په خپلو کورونو کې هم ځای ورکړی دی.
د اسلام قلعه په سرحد کې یوه سیمه ائیز مرسته کوونکي ډویچه ویلي ته وویل چې د هرات اوسیدونکو د دغو مهاجرو د اوبو او ډوډۍ د تأمینولو او حتی د هغوی په نظر کې نیولو ولایتونو ته د انتقال له پاره د نغدو پیسو مرسته کړې ده او حتی په خپلو شخصي موټرونو کې یې هغوی له سرحدونو څخه راانتقال کړي دي.
له مهاجرو سره د یوه افغان تجار د یومیلیارډ افغانیو مرسته
یو له افغان تجارانو څخه میرویس عزیزي په خپل ایکس پاڼه کې د یوه پست په خپرولو سره ویلي دي چې له ایران څخه د خپلو هیوادوالو اجباري اخراج او په نتیجه کې یې رامنځته سوي بشري حالت، هغه خواشینی کړی دی. هغه زیاته کړې ده چې یو میلیارډ افغانۍ به بیرته ستنو سوو مهاجرو ته ځانگړي کړي. د نوموړي په خبره هغه او د عزیزي په بڼسټ کې د هغه همکاران به ډیر ژر هرات ته ولاړ سي او په عاجله توگه به د مرستو رسولو له پاره اقدام وکړي.