«په تاجيکستان کې افغانان د اخراج له ويرې په کورونو کې پټ دي»
۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سهشنبهداسي ښکاري چې تاجيکستان له څو میاشتو راهیسې په دغه هیواد کې میشتو افغان کډوالو له پاره ساحه تنگه کړې وي.
په تاجيکستان کې میشت افغان مهاجرو ادعا کوي چې دغه هیواد له شپږو میاشتو راهیسې د افغان مهاجرو نیول او د هغوی اخراجولو شديد کړي دي.
یو شمیر افغان مهاجرو ډویچه ويلې ته ويلی چې د اقامې د اسنادو په لرلو او د ملگرو ملتو په عالي کمیشنرۍ کې پر ثبتیدو سربیره، د تاجيکستان پولیس په مهاجر میشته سیمو کې گزمې کوي او نارینه او ځوانان نیسي او په مستقیم ډول یې افغانستان ته اخراجوي.
یو له دغو مهاجرو څخه چې ستونی یې له ژړا ډک دی، وايي :«پولیس بلاک په بلاک او کور په کور گرځي. نارینه او ځوانان نیسي. څوک له بیرې بهر ته وتلای نه سي.»
په پټه ژوند کول
یو ځوان افغان چې د توقیف له بیرې له کوره د وتلو جرأت نه لري، وايي:«۱۸ ورځې کیږي چې له کوره نه یم وتلی، په کور کې زنداني یم، حتی دهلیز ته د تگ جرأت نه لرم. پولیس تر بلاک لاندي گزمه کوي او دهلیزونو ته ننوزي، افغانان په تیره بیا ځوانان نیسي. ځوان هلکان نه سي کولای له کوره ووزي.»
دغه افغان مهاجر خپل د سترگو لیدلی حال بیانوي او وایی چې څه وخت مخکې یې یو ځوان افغان نارینه اخراج کړ او اوس یې میرمن او اولادونه په بې سرنوشتۍ کې شپې او ورځې تیروي او په تاجيکستان کې یوازې پاته دي او اوښکې تویوي.
د افغان مهاجرو په وینا داخراجونو په دغه بهیر کې حتی پر ښځو هم رحم نه دی سوی او یو شمیر ښځې او نجونې هم له تاجکستانه اخراج سوي دي.
د افغان ډاکټرانو اخراج
له افغان مهاجرو څخه یو بل تن وايي چې څو افغان ډاکټران چې د تاجيکستان په یوه روغتون کې یې کار کاوه او مهاجرو ته یې دارو درمل رسول، هم له دغه هیواده اخراج سوي دي. هغه زیاتوي:«دغو ډاکټرانو د سره صلیب او نورو بڼسټونو له خوا وړاندي سوي دارو درمل افغانانو ته ورکول. شاوخوا څلور ډاکټران په روغتون کې په کار بوخت ول، خو هغوی ټول اخراج کړل.»
دغه مهاجر وایي چې څو څو واره د تاجيکستان په دوشنبه کې د افغانستان سفارت ته چی لا د پخواني حکومت د سفیر له خوا اداره کیږي، ورغلي دي، خو ددغه سفارت د چارواکو له خوا هیڅ ډول اقدام نه دی ترسره سوی.
د طالبانو د کډوالو وزارت تیره اونۍ له تاجيکستان څخه د نیژدې ۵۰ افغان مهاجرو لهایستلو څخه خبر ورکړی. دغه کسان د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې خپل هیواد ته استول سوي دي. دنوموړي بندر د سرحدي مدیریت په حواله، ۳۶ کسان پرته د اقامې له اسنادو وه او ۱۲ تنه د ویزې او پاسپورت پر لرلو سربیره، اخراج سوي دي او د هغوی د اخراج دلیل معلوم نه دی.
تاجيکستان، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د پخواني حکومت د چارواکو او د ملي مقاومت د جبهې د یو شمیر غړو کوربه هم دی، دا لا معلومه نه ده چې دغه هېواد د افغان مهاجرو اخراج د طالبانو په خوښه شديد کړی او که څنگه.