په امریکا کې د یوې پخوانۍ افغانې څارنوالې نامعلوم برخلیک
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۶, جمعهکله چې طالبانو افغانستان ونیو، عمومي څارنواله رویا، د ځان د ژغورلو له پاره وتښتیده . له ۱۸ میاشتو او ۱۱ هیوادونو څخه له تیریدو وروسته هغه امریکا ته ورسیده او په دې باور وه چې بلاخره یې امنیت ته لاس رسی پیدا کړ.
پس له هغه چې د ولسمشر دونالد ترمپ، حکومت اعلان وکړ چې د افغانانو له پاره د مؤقت حفاظت وضعیت (TPS) لغوه کوي، اوس رویا، بيره لري چې دا خبره امکان لري چې هغه افغانستان ته اخراج سي، د ا هغه څه دي چې هغوی د اخراج له گواښ سره مخامخ کوي.
اړوند:امریکا کې له اخراجه د حفاظت پای؛ په زرونو افغانان اغیزمنیږي
هغه وایي:« دا واقعاً یو شوک او د هغو کسانو په حق کې بې عدالتي ده چې ۲۰ کاله یې له امریکایانو سره کار کړی دی.» ۳۴ کلنه رویا، چې د خپل امنیت له پاره له دې مستعار نوم څخه استفاده کوي، د رویترز خبري آژانس ته وویل:«دا د ترمپ د حکومت له خوا یو خیانت دی.»
د افغانانو له پاره د مؤقت حفاظت وضعیت (TPS) د جولای پر ۱۴ مه پای ته رسیږي او ۱۱ زره ۷۰۰ کسان اغیزمن کوي. په هغو کې داسي افغانان شاملیږي چې مخکی یې په افغانستان کې د امریکایانو له پاره کار کړی دی، او همدارنگه خبریالان، سیاسي فعالان او هغه کسان چې د طالبانو له خوا له غچ اخیستلو څخه بیریږي.
په نیویارک کې د «ښه راتلونکي له پاره افغانان» په نوم سازمان بڼسټ ایښودونکی، آرش عزیززاده، وویل:« خلک ډیر بیریدلي دي.»
هغه زیاته کړې:«ټولو د طالبانو د حکومت وحشت لیدلی دی، له همدې امله کولای سئ تصور وکړئ چې خلک څومره زیات بیریدلي دي. ماته د هغو کسانو تلیفونونه راځي او په ژړا سره خبرې کوي.»
د کانګرس غړو، امریکایي پخوانیو سرتیرو او د بشري حقونو سازمانونو هم دغه پریکړه د "ظالمانه او خطرناکې" پریکړې په توگه غندلې ده.
'ما بیرته مه استوی'
د بایدن حکومت په ۲۰۲۱ م کال کې په لسونو زره افغانان له دغه هیواده د متحده ایالاتو د ځواکونو تر وتلو وروسته تخلیه کړل.
د رویا، په شان نور کسان بیا چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ګډوډۍ کې یې د مرستې د ترلاسه کولو توان نه درلود، د لاتین امریکا له لارې له سختو او خطرناکو سفرونو وروسته متحده ایالاتو ته رسیدلي دي.
هغو افغانانو چې د امریکا متحده ایالاتو سره یې همکاري کړې، کولای سي د مهاجرت د ځانگړې ویزې (SIV) له پاره عریضه وکړي، په داسي حال کې چې نور هغه کسان چې له ځورونې او شکنجې څخه بیره لري، کولای سي د پناه غوښتنه وکړي. دواړې لارې د دایمي اقامت زمینه برابروي.
سره له دې، په زرو افغانان د عریضو د حجم د زیاتوالي له امله په قانوني جنجالونو کې ښکیل دي. رویا، نیژدې دوه کاله کیږي چې پریکړې ته انتظار باسي.
هغه چې د افغانستان په شمال کې یې د څارنوالې په توگه د خپلې دندې پرمهال د طالبانو څو غړي زندان ته اچولي ول، د بیرته ستنیدو په صورت کې به تر هدف لاندي راسي.
هغې وویل:«که زما ژوند په خطر کې نه وای، هیڅکله به مې هیواد نه وای پرې ایښی.»
رویا، زیاتوي:«که د ترمپ حکومت زما د اخراج له پاره برنامه ولري، هغوی ته وایم چې : لطفاً ما همدلته مړه کړئ، خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندي افغانستان ته مې مه لیږئ. هغوی ښځو ته درناوی نه لري.»
د طالبانو محدودیتونه
د واک له ترلاسه کولو وروسته، طالبانو په چټکۍ سره په دغه مردسالاره هیواد کې د ښځو د حقونو د پرمختگ له پاره د لویديځ د دوو لسیزو هڅې په شا وتمبولې.
هغوی له شپږم ټولگي وروسته نجونې له زده کړو منع کړې،ښځې یې له ډیریو دندو لیري کړې او د هغوی پر ورځني ژوند یې ډیر محدودیتونه وضع کړل.
رویا، د خپلې نهه کلنې لور د راتلونکي په هکله اندیښمنه ده. هغه په نیویارک کې په خپل مکتب کې پرمختگ کوي، خو په افغانستان کې د متوسطه او لیسو دروازې د نجونو پرمخ تړلي دي.
هغه زیاتوي: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندي افغانستان ته بیرته ستنیدل، زما له پاره ناممکن دي. حتی تصور یې د زغملو وړ نه دی.»
مؤقت حفاظت (TPS)
د مؤقت حفاظت وضعیت (TPS) له یوه ځانگړي هیواد څخه هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د نښتو، ناورینونو یا «غیر معمولي » شرایطو له امله نه سي کولای خپلو هیوادونو ته ستانه سي. دغه وضعیت هغوی ته د کار اجازه ورکوي او له اخراج څخه یې مخنیوی کوي.
دافغانستان له پاره د مؤقت حفاظت د وضعیت قانون په ۲۰۲۳ م کال کې د ۱۸ میاشتو له پاره تمدید سو او افغانان هیله مند ول چې هغه به دوباره تمدید سي.
خو په هغې اعلامیې کې چې په روانه اونۍ کې خپره سوه، د امریکا د داخلي امنیت وزیرې کریسټي نویم، وویل چې اوس افغانستان ته ستنیدل خوندي دي، او امنیتي او اقتصادي پرمختګونو ته یې اشاره وکړه.
د کډوالۍ وکیلې او په سان فرانسسکو کې د ANAR د پروژې په نوم د یوې افغان ټولنې مشرې لیلي ایوب، دغه ډول څرگندونې مسخره وبللې.
هغې وویل چې د هیواد د امنیت یا اقتصادي ثبات ادعاوې بې معنی دي او که چیرې افغانان بیرته ستانه سي نو ممکن ډیری یې د ځورونې، غچ اخیستنې، شکنجې یا حتی اعدام سره مخامخ سي.