له آلمان څخه تازه اخراج شوي افغانان کابل ته رسیدلي
۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبهدا د ۲۰۱۶ کال له دیسمبر میاشتې ۱۵ دغه شان پرواز دی چې په کې رد شوي افغانان پلازمینې کابل ته لیږدول کیږي. له دې مودې راهیسې د چهارشنبې ورځې د اخراج شویو افغانانو په ګډون له آلمان څخه افغانستان ته نزدې ۳۵۰ تنه اخراج شوي.
تیره میاشت له آلمان څخه کابل ته یوه اخراج شوي افغان پناه غوښتونکي د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځان وواژه. هغه تر خپل اخراج مخکې اته کاله په آلمان کې تیر کړي وو.
دغه کسان په داسې حال کې افغانستان ته اخراجیږي چې د دې هیواد په امنیتي وضعیت کې ښه والی نه دی رامنځ ته شوی. طالبانو لا هم له افغان حکومت سره سولې ته غاړه نه ده ایښې او پر ولسوالیو او ښارونو باندې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. پر غزني ښار باندې د دې ډلې په څو ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۳۰ وژل شوي.
پر طالبانو سربیره د اسلامي دولت ډله هم په افغانستان کې د پخوا په پرتله ډیره فعاله شوې ده. دې ډلې په وروستیو وختونو کې د یو شمیر ډیرو خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.