له آلمان څخه بیا ۴۴ افغانان اخراج سول
۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبهاعلان
په برلین د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ، چي دغه ډله اخراج سوي افغانان نن چهارشنبه (د ډسمبر میاشتي ۴ مه نیټه) د جرمني څخه د کابل هوايي میدان ته ورسیدل. د هغوی اکثریت نارینه وه او په منځ کي یې ۲۷ تنه مجرمین هم ول، چي اکثرو یې سپک جرمونه کړي دي. خو د وزارت په حواله، ځینو یې سخت جرمونه هم کړي وه، لکه جنسي تیری، غلاوي، د خلکو وهل ټکول او جعل کارۍ.
دا د ۲۰۱۶ م کال د ډسمبر میاشتي راهیسي دیرشم مجموعي اخراج دی، چي تر سره کیږي. په دې تازه اخراج سوو کسانو کي د جرمني د نهو ایالتونو څخه اخراج سوي مهاجرین شامل ول. خو افغانستان ته پر دغو اخرجیدو باندي سخت انتقادونه هم کیږي.د آلمان څخه د رد سوو افغان پناه غوښتونکو اخراج د دغه هیواد د امنیتي خراب وضعیت په سبب يوه شخړیزه موضوع ده.