لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په کابل کې له چاودیدونکو توکو بار لارۍ نیول شوې ده
په کابل کې د خونړيو بريدونو تر لړۍ وروسته چې تقريباً ۱۵۰ تنه پکښې ووژل شول، امنيتي چارواکو په کابو دوه ټنه چاوديدونکو توکو بار لارې نيولې ده. د ملي امنيت يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل چې په دې تړاو یو شمیر کسان نیول شوي هم دي. وسله والو طالبانو په دې وروستيو وختونو کې پر انترکانتيننتال هوټل بريد وکړ.همدا شان په يوه بل بريد کې چې پړه یې داعش منلې وه، تر ۱۰۰ زيات انسانان وژل شوي ول.
د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر ضد هوايي بريدونه شوي
امريکا متحده ایالاتو د وسله والو طالبانو پر ضد خپل هوايي بريدونه د افغانستان شمال ته غځولي دي. د سه شنبې په ورځ په یوې خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي چې په تيرو ۹۶ ساعتونو کې په بدخشان ولايت کې د هوايي بریدنو په ترڅ کې پر نورو سربیره د مخدره موادو فابریکې، روزنيز مرکزونه او نور هدفونه په نخښه شوي دي.ویل شوي دي چې په دغه برید کې د افغانستان د ملي اردو تښتول شوي موټر هم له منځه وړل شوي دي.
ايران وايي له اروپايي ټولنې سره د توغنديو د پروگرام په اړه خبرو اترو ته چمتو دی
د ايران د بهرنيو چارو د وزیر جواد ظريف په خبره دغه هيواد د اروپايي ټولنې سره د منځني ختيځ او پوځ د سياست او د توغنديو د پروگرام په هلکه خبرو اترو ته چمتو دی. نوموړي وويل: «موږ پر دې موضوعاتو له خبرو اترو ويره نه لرو او مقابل لوري [اروپايي ټولنې] ته د ويلو له پاره ډير څه لرو.» ظریف زياته کړه خو دا خبرې اترې بايد لکه ترمپ چې یې غوښتنه کوي، د ويانا د ۲۰۱۵م کال د اتومي تړون په هلکه نه وي.
آلمان: د ائتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې اترې لا دوام لري
د آلمان مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات گوندونه غواړي د ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه خبرې اترې په ځينو مهمو مسائلو د نظر د اختلاف له کبله يو بله ورځ هم وځنډوي. د سوسيال دیموکرات گوند عمومي مشر لارس کلنگ بايل، ټينگار وکړ چې د سه شنبې د ورځې مذاکرات په «وورستی پړاو» دي. د خبرو اترو اصلي ټکي د کار بازار، د روغتيا او د بهرني سياست موضوگانې دي.
مالديو ته د اضطراري حالت له کبله د سفر خبرداری ورکړل شوی
په مالديو کې د اضطراري حالت د قوانينو د فافذيدو له کبله د آلمان حکومت پلازمينې مالې ته د سفر نه کولو لارښونه کړې. د بهرنيو چارو وزارت په انترنت پاڼه کې راغلي چې په هيواد کې د نامعلوم سياسي ترنگلي وضعيت له کبله سفر کونکو ته لارښونه کيږي چې ډير احتياط وکړي او مالې ته د هغو سفرونو چې ډير اړين نه وي، ډډه وکړي. چين او هند هم بيا سيالانيانو ته دغو ټولو ټاپوگانو ته له سفر کولو څخه خبرداری ورکړی.
سوريه: هوايي بريدونو ۱۶ ملکيان وژلي
د فعالانو په حواله د دمشق ختيځ لوري ته د ياغيانو پر يوه سيمه د هوايي بريد په نتيجه کې لږ تر لږه ۱۶ ملکيان وژل شوي چې ۴ ماشومان هم پکښې شامل دي. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې ویلي دي چې د ولسمشر بشارالاسد د هوايي ځواک جټ الوتکو په ختيځه غوطه سيمه کې يو شمير ځايونه بمبار کړي دي. ځایي فعالانو د زيات شمير کسانو د ټپي کيدو خبرونه هم ورکړي دي.
ملگري ملتونه په سوريه کې د اوربند غوښتنه کوي
ملگري ملتونه په سوريه کې د نښتو او د منظورۍ د لانجمنو پروسو له کبله د مرستو له پاره څو ټنه چمتو کړل شوي توکي نه شي ويشلای. په سوريه کې د ملگرو ملتونو استازو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د لږ تر لږه يوې میاشتې له پاره اوربند اعلان شي څو په ميليونو انسانانو ته خوراکي مواد ورسول شي او د ناروغو او ټپيانو درملنه وشي. زياته شوې چې که چیرې دغه بشري ناورين پای ته ونه رسيږي نو ډيرې ناوړه پايلې به ورلري.