لنډ خبرونه له انځور سره
لنډ خبرونه له انځور سره
میانمار ته د روهنګیا مسلمانانو د بیرته ستنیدو په اړه موافقه
بنګله دیش او میانمار غواړي په ګډه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیسارۍ سره خپل ټاټوبي ته په ډاډمن ډول د په سلګونو زرو مسلمان روهنګیا مهاجرو د بیرته ستنیدو په برخه کې همکاري وکړي. د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر ابو حسن محمود علي ویلي دي چې دغه توافق په دې برخه کې لومړنی ګام دی او د بیرته ستندو لړۍ به دوه میاشتې وروسته پيل شي.
د مهاجرو په لیږدونکي کیسشتۍ کې یو افغان لس کلن ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی
د یونان د لسبوس ټاپو ته څیرمه د مهاجرو په یوه کیشتې کې چې تر اندازې ډیر انسانان په کښې سپاره ول، یو ۱۰ کلن افغان ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یونان خبري آژانس "انا" د شنبي په ورځ ویلي دي چې پيښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې په کیشتۍ کې سپرو مهاجرو د فرانټکس یا د اروپا د سرحدونو د ساتنې آژانس یوه کيشتې ولیده او په دوی کې یو ډول ویره خپره شوه. دوی ویره درلوده چې ترکیې ته به یې بیرته ستانه کړي.
په واشنګټن کې د فلسطينیانو د دفتر د کار جاري ساتلو اجازه
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې نوې اعلامیې پر بنسټ، په واشنګټن کې د فلسطينیانو نمائندګي باید اوس ونه تړل شي. د دغه وزارت یوه ویاند وویل دي چې د فلسطين د آزادي بخښونکي سازمان دفتر کولی شي خپل کار ته ادامه ورکړي، خو لومړی باید له اسرائیلو سره د سولې بهیر په لاره کې خپل فعالیتونه محدود کړي.
په اسلام آباد کې د دریو اونیو راهیسې د پيل شوې تحصن د ختمولو عملیات
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د تحصن کونکو او پولیسو تر منځ د اخ و ډب په نتیجه کې په لسګونو کسان ټپیان شوي دي. په زرګونو تنه د پولیسو ځانګړي ځواکونه او ملیشه د هغو تحصن کونکو له غبرګون سره مخامخ شوي دي چې د درو اونیو راهیسې یې آسلام آباد ته د تګ راتګ یوه مهمه لاره بنده کړې. د وروستیو معلوماتو له مخې د تحصن د ختمولو له پاره په لاره اچول شوي عملیات په موقتي ډول ځنډول شوي دي.
مصري ځواکونو د ترهګرو پر پټنځایونو برید کړی
د مصري پوځ په حواله د یوه جومات پر لمونځ کونکو له ترسره شوي مرګوني برید وروسته یې د «ترهګرو» پر احتمالي پټنځایونو هوایې بریدونه ترسره کړي دي. زیاته شوې چې د دغو بریدونو په پایله کې ډیر شمیر هغه موټرې له منځه وړل شوي دي چې په دغه برید کې ترې کار اخیستل شوی وو. د مصر دولتي تلویزون ویلي دي چې د دغه برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۰۵ تنه وژل شوي او ۱۰۹ تنه ټپیان شوي دي.