لرغونپوهانو په اسرائيلو کې د برونز د دورې «نيويارک» موندلی
۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبهد اسرائيلو د لرغونو آثارو چارواکو د يکشنبې (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۶ نيټه) په ورځ اعلان وکړ چې د تل ابيب په شمال کې یې يو ۵۰۰۰ کلن ښار موندلی دی. زياته شوې چې دا تر اوسه په سيمه کې موندل شوې د برونز عصر تر ټولو ستره ښاري سيمه ده او ښايي په دې اړه نظرونه بدل کړي چې کله د ښارونو په پرمختللې بڼه طرحه ریزي کول پيل شول.
دغه چارواکو د فيسبوک له لارې ويلي چې دا ښار هارش ښارگوټي ته څېرمه چې د تل ابیب شمالي لوري ته په ۵۰ کيلومترۍ کې پروت دی، په ان انسور کې د کيندنو پر مهال موندل شوی دی.
لرغونپوهان دا ښار «نړيوال او پلان شوی» بللی دی. زیاته شوې ده: «د ښار مسافه ۶۵ هيکتاره وه او کابو۶۰۰۰ انسانان پکښې اوسيدل چې ښايي د هغه دورې له پاره د پام وړ شميره ده.«
د قديمو آثارو ادارې په اعلاميه کې زياته شوې: «دا د برونز د دورې «نيويارک» دی.
لرغونی ښار جوړونه
د اوسيدانې سيمې او عامه ځايونه، کوڅې او جادې او امنيتي ديوالونه، دا هر څه د کيندنې په دې ځای کې موندل شوي دي. همدا راز يو غير عادي معبد او د حيواناتو سوځيدلي هډوکي چې ښايي قرباني شوي وي، د مجسمو ټوټې، لوښي، اوزار او نور توکي موندل شوي دي.
لرغونپوهانو ويلي چې د ښار اوسيدنکو ښايي د کرهڼې او د نورو سيمو او سلطنتونو سره له تجارته ژوند کاوه.
د برونز د دورې په دې زاړه ښار کې داسې آثار هم موندل شوي چې آن ۷۰۰۰ کاله زاړه دي.
د څېړونکو په حواله د ۵۰۰۰ کلن ښار توکي ښاري پلان ته اشاره کوي. هغوی زياتوي چې د يوه دومره ستر ښار جوړيدل پرته له يوه «مخکښ او اداري ميکانيزمه» امکان نه لري.
زياته شوې چې دا موندنه به په دې اړه د نويو معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د شام په جنوبي سيمو يعني د اسرائيلو او فلسطنيانو په نننۍ سيمه او همدا راز د اردن او سوریې په ځينو برخو کې ښاري ژوند کله پېل شوی وو.
BS/NZ (KNA, AP)
زموږ له آرشيف څخه: