You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
لبنان
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
حماس د دوو یرغمل کړو اسرائیلیانو ویډیو خپره کړه
حماس د یوې نوي ویډیو په خپرولو سره د نتانیاهو پر حکومت د فشار واردولو هڅه کوي.
پوتین له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره په استانبول کې د مستقیمو خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیز کړی دی.
اروپایي مشران: غزې ته پر مرسته رسونې بندیز دې ختم شئ
د اروپایي اتحادیي مشرانو، له محافظه پالو نیولې بیا تر کیڼ اړخو پورې په ګډه د محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د اوکراين جګړې ختمول؛ترمپ د اردوغان مرستې ته سترګې په لار دی
ولسمشر دونالد ترمپ، او ترکي سيال یې رجب طيب اردوغان، د دوشنبې د ورځې تليفوني خبرې اترې «ډېرې ګټور» بللي.
د اوکراين ډرونونه د روسیې د هوايي ډګرونو د تړل کيدو باعث سول
په روسیې کې د سې شنبې په شپه د ډرون الوتکو د بریدونو له امله د په لسونو هوايي ډګرونو چارې د یوه څه وخت له پاره درول سوي.
حوثيان څوک دي او کوم هدفونه لري؟
له میاشتو راهیسې حوثي اسلامپاله ملیشې په سره سمندر کې پر نړیوالو بیړیو بریدونه کوي. حوثیان څوک دي او څه غواړي؟
د پاپ نقلیه وسیله د غزې د کوچنیانو له پاره سیار کلینیک کیږي
له هغونقليه وسیلوڅخه یوه چې پاپ به په عام محضر کې ورڅخه استفاده کوله، د غزې د کوچنیانو له پاره په یوه صحي کلینیک بدلیږي.
اسرائیل غواړي د غزې په تراډه کې خپل عملیات پراخ کړي
په غزه کې د دغو عملیاتو د پراخوالي له پاره به په لسونو زره احتیاطي سرتیري په اسرائیلي پوځ کې وګومارل سي.
بریتانیا: پولیسو د څلورو ایراني اتباعو په ګډون ۵ تنه نیولي
د بریتانیا پولیسو د څلورو ایراني اتباعو په ګډون د پنځو کسانو د نیولو خبر ورکړی.
اسرائيل پر دمشق هوایي بريد کړی
د اسرائيل هوایي ځواک په دمشق کې د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه هوايي برید کړی دی.
پاکستان وايي کيدای شي هند پرې په راتلونکي کې بريد وکړي
د هند لومړي وزیر خپل پوځ ته په پهلګام سيمه کې د تېرې اونۍ پر بريد د غبرګون ښوولو له پاره د لاس په کار کیدو اجازه ورکړې.
يمن: حوثيان وايي امريکا د کډوالو پر يوه کمپ خونړی برید کړی
د امريکا پوځ په دوامدارو بريدونو سره غواړي په يمن کې حوثيان پر شا وتمبوي. خو اوس يو شمیر مهاجر د يوه بريد هدف ګرځيدلي.
د سیپري رپوټ: په ۲۰۲۴م کال کې په نړیواله کچه پوځي لګښتونه
په ۲۰۲۴م کال کې پوځي لګښتونه په نړیواله کچه خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي دي.
شمالي کوریا روسیې ته د ځواکونو استول تأیید کړل
شمالي کوريا روسیې ته د ځواکونو استول تائيد کړي او پوتين هم ترې مننه کړې ده.
ورځپاڼه: پاکستان باید له ترهګرو سره خپلې اړیکې پای ته ورسوي
یوې سویسۍ ورځپاڼې د شنبې په ورځ په خپله تبصره کې ویلي دي چې پاکستان باید له ترهګرو سره خپلې اړیکې وشلوي.
ترمپ: کریميا ټاپو به له روسیې سره پاته وي
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویليٍٍ چې د کریميا ټاپو کنټرول به د تړون له روسیې سره پاته وي.
ترمپ ويلي زیلنسکي د کریمیا ټاپو پر سر جګړه اوږدوي
ترمپ په خپلو تازه څرګندونو کې د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، نیوکه کړې چې جګړه یا ېې په ټکو د «وژنو ډګر» اوږدوي.
پوتین له اوکراین سره مخامخ خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د کلونو په جریان کې د لومړي ځل له پاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو وړاندیز کړی دی.
روسیه: اوکراین ته د تاوروس توغندیو استول په جګړه کي ګډون دی
مسکوخبرداری ورکړی چي د "تاوروس" آلماني توغندیو څخه د اوکراین استفاده په جنګ کي د آلمان مستقیم داخلیدل بلل کیږي.
غزه: د حماس او اسرائيل سره د جګړې پرضد مظاهرې
په غزې کي په زروفلسطينيانو په یوې بې سارې مظاهره کي د حماس پرضد اعتراض وکړاو له اسرائیل سره یې دجگړې د ختمیدوغوښتنه وکړه
کورنۍ جگړه: گوتیریش سوډان ته د وسلود لیږلو د بندیزغوښتنه کړې
په سوډان کي د کورنۍ جگړې له پیل ۲ کاله وروسته، د ملگرو ملتونو عمومي منشي دغه هیواد ته د وسلو د لیږلو د بندیزغوښتنه کړې.
حزب الله د لبنان په سویل کې له خپلو مرکزونو په شا شوی دی
حزب الله ته نږدې یوې سرچینې ویلي دي چې دغې ډلې په سویل کې خپل نظامي اډې د لبنان پوځ ته سپارلي دي.
پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل؛ د ترمپ استازي پوتین سره کتلي
د متحده ایالاتو استازي ستیف ویتکوف د جمعې په ورځ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپلې وروستۍ خبرې پای ته ورسولې.
ټرمپ: د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د برید لامل ایران و
ترمپ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د حماس بریدونو ته د ایران حکومت ته نسبت ورکړ .
امریکا ته د نتانیاهو سفر او د ایران د ګواښونو په اړه خبرې
نتانیاهو به له ټرمپ سره په لیدنه کې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د توافق نه رامنځته کیدو د پایلو په هکله خبرې وکړي.
اسرائيل په سوریه کې پر پوځي تاسیساتو حملې کړي، سورېې غندلي
اسرائيل وايي د سوريې په دمشق، حما او حمص ښارونو کې ېې پر پوځي هوايي اډو او تاسیساتو هوايي حملې کړي دي.
یونسف:په دوواونیو کي په غزه کي څه د پاسه ۳۰۰ کوچنیان وژل سوي
م.م ویلي چي په غزه کي د اوربند له ماتیدیو او د اسرائیلو د بریدونو په بیا پیل کیدو سره څه د پاسه ۳۰۰ کوچنیان وژل سوي دي.
نتانیاهو: پرحماس باندي پوځي فشار اغیزمن واقع سوی
د اسرائیل صدراعظم وويل،چي دغه اقدام د دې باعث کیږي چی حماس ته سخته ضربه وارده او زموږ یرغمل سوو ته مناسب شرایط برابرسي.
د غزې اوسېدونکي په خفګان کې اختر لمانځي
په غزې تړانګه کې میشت فلسطینیان کمکی اختر له ډېرو لږو امکاناتو او د خفګان په فضا کې لمانځي.
روسیه: د اوکرایني ډرنونو په بریدونو کې ۶ تنه ټپیان شوي
د روسیې پر مختلفو سیمو د اوکراین له خوا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.
بېربوک په سوریه کې د آلمان سفارت بيرته پرانيست
د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې په دغه هیواد کې له ۲۰۱۲ م کال له جنورۍ راهیسې د آلمان تړل سوی سفارت بیرته پرانیست.
اوکراين هم د قسمي اوربند په اړه رضايت ښوولی
زيلنسکي، ويلي دي چې له دونالد ترمپ، سره یې خبرې اترې مثبتې وې او دی هم د «جزوي اوربند» له پاره چمتو دی.
پر غزې تراډې د اسرائيل تازه بريدونه: تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل سوي
د اسرائیل پوځ ددغه هیواد او د حماس ترمنځ د اوربند له نه تمدید کیدو وروسته، پر غزې باندي خپل بریدونه له سره پیل کړي دي.
ترمپ: د سه شنبې په ورځ به له پوتين سره خبرې وکړم
دونالد ترمپ ويلي دي چې د سې شنبې په ورځ به له ولاديمیر پوتين، سره د اوکراين د جګړې په هکله خبرې وکړي.
آلمان د عسکرو له شدید کمښت سره مخامخ دی
د خپلو پوځي ځواکونو د تقویه کولو په اړه د آلمان د حکومت پر طرحې سربیره، د دغه هیواد پوځ د خپلو لیکو په ډکولو کې پاتې راغ
سوریه: په زرګونو علویانو د روسیې پوځې اډې ته پناه وړې ده
د سوریې په لوېدیځ کې له تاوتریخوالي وروسته، د علوي لږکۍ پورې اړوند زرګونه کسانو د روسیې یوې پوځي اډې ته پنا وړې ده.
اوکراين له روسیې سره ۳۰ ورځني اوربند ته چمتوالی ښوولی
اوکراين د امريکا له خوا وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی اوربند منلی دی او له روسیې سره یې «سملاسي» خبرو ته هم رضايت ښوولی دی.
په سعودي کي د امریکا او اوکراین خبري اتري؛ د روبیو خوشبیني
سعودي د اوکراین او امریکا ترمنځ د خبرو اترو منځگړی کوربه دی. زیلنسکي او د امریکا خارجه وزیر مارکو روبیو ورته خوشبینه دي.
په پاریس کې له دوهمې نړېوالې جګړې پاته ناچاودلی بم موندل شوی
د پاریس چارواکو د جمعې په ورځ د اورګاډو د «ګار دي نور» تمځای په مسیر کې د دوهمې نړېوالې جګړې یو ناچاودلی بم پیدا کړ.
د یرغملو د آزادۍ په اړه حماس ته د ترمپ وروستی "خبرداری"
دونالډ ترمپ له حماس څخه غوښتي چي ژر تر ژره دي ټول یرغمل کړي کسان آزاد کړي، که نه نو دغي ډلي ته "خطرناک عواقب" په تمه دي.
م.م: غزې ته د مرستې متوقف کيدل د اندېښنې وړ دي
ملګرو ملتونو د مرستندويه توکو د ليږد د متوقف کولو له کبله پر اسرائيل باندې سختې نيوکې کړي دي.
په تورخم کې د پاکستان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې
د طالبانو سرچینو تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ له جګړې خبر ورکړی.
بریتانيا، فرانسه او اوکراین د اوربند پر پلان کار کولو سلاشوي
بریتانيا، فرانسې او اوکراین هوکړه کړې چې په اوکراین کې د اوربند پر پلان کار کوي.
اسرائيل غزې ته د توکو لیږد متوقف کوي
اسرائيل د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو سره وویل چې غزې ته د توکو لېږد متوقف کوي.
زیلنسکي: د بریتانيا له صدراعظم سره مې ګټوره ناسته درلوده
د اوکراین ولسمشر وايي د بریتانیا څه باندې ۲ ميلیارډ پونډ قرضه به په اوکراین کې د پوځي تسلیحاتو پر تولید ولګوي.
اروپايي رهبران: له اوکراین څخه ملاتړ ته ادامه ورکوو
په سپينه ماڼۍ کې د ترمپ او زیلنسکي تر شخړيزې ناستې وروسته اروپايي رهبرانو وویل چې له زیلنسکي ملاتړ ته ادامه ورکوي.
ترمپ او مکرون: په اوکراين کې په څو اونيو کې اوربند ممکمن دی
ستر نړيوال نقش لوبوونکي په اوکراين کې د يوې ممکنه سوله ایزې حللارې پر لور د دريځ غوره کولو په حال کې دي.
په اوکراين کي درې کاله جګړه په انځورونو کې
د اوکراين د جګړې په درو کلونو کې په زرونو کسان وژل شوي، په ميليونو بې کوره شوي او پراخه ويجاړي رامځته شوي.
د آلمان ولسمشر: «اوکراین يوازي نه دی»
د المان ولسمشر د اوکراین د جګړې د دریمې کالیزې په مناسبت د دغه هیواد وګړو ته ډاډ وکړ چې المان یې ترڅنګ ولاړ دی.
ایران په لنډه موده کې څو پوځي مانورونه کړي دي
د ایران وسله والو ځواکونو د دغه هیواد په سویلي ساحل کې پراخ نظامي مانورې پيل کړي دي.
مخکينۍ پاڼه
د 46 پاڼو څخه 4
بله پاڼه