پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر
۱۳۹۹ شهریور ۳, دوشنبهد اسلام اباد څخه د طالبانو د هیت دغه لیدنه کتنه د افغانستان د جنګ په یوه حساسه مرحله کي داسي وخت تر سره کیږي، چي بین الافغاني خبري بیا د بندیانو د تبادلې پر سر د شخړي په دلیل ځنډیدلي دي.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي نن دوشنبه (د اگست ۲۴ نيټه) د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چي د طالبانو پلاوی په اسلام آباد کي دی او موږ به د خپلو کوښښونو په جریان، یعنی دوه اړخیزه اعتماد رامنځته کیدو په خاطر د هغو سره د خبرو سلسلې ته دوام ورکړو.
د افغانستان حکومت تر اوسه پوري ۴۶۷۰ طالب بندیان ازاد کړي دي. طالبان هم وايي، چي د مخکینۍ موافقې مطابق یې د حکومت ۱۰۰۰ بندیان ورازاد کړي دی. خو اوس د څو پاته طالب بندیانو د ازادیدو پر سرجنجال رامنځته سوی دی. افغان حکومت ددغو بندیانو د ازادیدو په مورد کي بې علاقه ګي ښوولې او ویلي یې دي، چي دغه بندیان ډیر خطرناکه دي او په څو خونړیو حملو کي یې لاس درلودی.
قریشي ویلي دی، چي اسلام آباد د طالبانو یو لوړ رتبه هیت وردعوت کړی دی، تر څو د مذاکراتو پر اهمیت باندي ورسره خبري وکړي. هغه ویلي دي، چي د افغانستان په قضیه کي «خبري د پرمختګ یوازنی لار» ده.
قریشي ویلي، چي «پخلاینه د افغانانو کار دی او زموږ وظیفه یوازي د هغه اسانول دي. اصلي هدف سولي ته رسیدل دي او مهم ګام به د بین الافغاني مذاکراتو شروع کیدل وي.»
د طالبانو د غورځنګ د مؤسسینو له جملې څخه ملا برادر ، چي ۸ کاله په پاکستان کي بندي ؤ، هم د تیر ۲۰۱۹ م کال په اکتوبر میاشت کي د یوه هیت په رأس کي پاکستان ته سفر کړی ؤ، مخکي تردې چي هغوی د امریکایانو سره یو تړون امضأ کړي.
په اسلام آباد کې چارواکو ویلي ول، چي پر طالبانو باندي یې د امریکایانو سره د خبرو په خاطر د خپل نفوذ څخه کار اخیستی دی.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د کابل او اسلام آباد مناسبات اوس هم خړ پړ دي او د اشرف غني حکومت په وار وار پر دې باندي انتقاد کړی دی، چي پاکستان د طالبانو تمویل اوملاتړ کوي او هغوی ته پناه ورکوي.
په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون یکشنبه په خپل تویت کي لیکلي دي، چي ملا برادر او ملګری هیت یې اسلام اباد ته په دغه سفر کي «په افغانستان کي د سولي د پروسې د وروستیو تحولاتو، د خلکو د تګ راتګ او ددواړو هیوادونو تر منځ د تجارتي اسانتیاو»په هکله د دغه هیواد له چارواکو سره خبري کوي.