فرانسه غواړي د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني
۱۴۰۴ مرداد ۳, جمعهد فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جولای ۲۴) په انلاین شبکو کې وویل «په منځني ختیځ کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د تاریخي ژمنې پر بنسټ، ما پریکړه کړې ده چې فرانسه به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.»
مکرون وویل چې هغه به «په رسمي ډول د روان کال په سپتمبر مياشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د دې پیژندنې اعلان وکړي.» نومړي زیاته کړه: «اوس دا اړینه ده چې په غزې تړانګه کې جګړه پای ته ورسیږي او ملکي وګړي په امنیت کې ژوند وکړي.» هغه وویل: «په پای کې، باید فلسطیني دولت جوړ شي.»
د مکرون له اعلانه د فلسطینیانو هرکلی
د محمود عباس مرستیال او احتمالي ځای ناستی حسین الشیخ، وویل چې دا کار«د نړیوال قانون لپاره د فرانسې ژمنتیا او د فلسطین د خلکو په هغې برخه کې ملاتړ دی چې د خپل ځان او حق لپاره باید خپل برخیلک وټاکي او خپل هیواد جوړ کړي.»
د اردن سيند د لوېدیځې غاړې پر سړکونو فلسطینیانو د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دوی هیله لري چې نور هیوادونه به هم دا لاره تعقیب کړي.یوه لاروي د فرانسې دا اقدام «اخلاقي مکلفیت» او«د فلسطین د خلکو لپاره سیاسي بریا» وبلله.
یوه بل لاروي وویل: «موږ د فرانسې د دریځ ډېر منندوی یو» او هیله یې څرګنده کړه چې دا اقدام به په غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې د سولې لامل شي.
حماس، چې د جرمني، متحده ایالاتو او څو نورو هیوادونو لخوا د ترهګریز سازمان په نوملړ کې درجه بندي شوي، ويلي: «دا پریکړه د مظلومو فلسطینيانو لپاره د عدالت ترلاسه کولو او د دوی د مشروع حق د ملاتړ لپاره پر سم لوري یو مثبت ګام دی.»
د دغې ډلې په بیان کې راغلي: «موږ د نړۍ له ټولو هیوادونو، په ځانګړې توګه اروپایي هیوادونو او هغو چې لا تر اوسه یې د فلسطین دولت په رسميت نه دی پیژندلی، غواړو چې د فرانسې مثال تعقيب کړي.» حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتي پر ۷ نېټه کې د خپلو متحدو ډلو په مرسته له غزې تړانګې پر اسرائیل لوی بریدونه وکړل، چې د غزې جګړه یې پیل کړه.
د اسرائیل سختې نیوکې
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، خبرداری ورکړ چې «دا پلان به د اسرائیل د ویجاړولو لپاره لاره هواره کړي.» هغه ټینګار وکړ: «فلسطینیان د اسرائیل تر څنګ دولت نه غواړي، بلکې د اسرائیل پر ځای یو دولت غواړي.»
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سعار، اعلان وکړ چې د فلسطین دولت به په اصل کې «د حماس دولت» وي. د اسرائیل د دفاع وزیر یوآو ګالانت، وویل چې اسرائیل به «د يوې فلسطیني ادارې چي زموږ امنيت ته ګواښ وي، د جوړولو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، په ایکس شبکه کې اعلان کړی چې امریکا د مکرون د پریکړې «سخت مخالفت» کوي. هغه زیاته کړه: «دا بې پروا پریکړه یوازې د حماس تبلیغاتو ته خدمت کوي او د سولې پروسه ځنډوي.»
روبیو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ پراسرائیل باندې د حماس برید ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام «د اکتوبر د ۷مې قربانیانو ته سپکاوی» دی.
ټاکل شوې ده چې په سپتمبر میاشت کې د دوو دولتونو د حل لارې د پرمختګ لپاره د دولتونو او حکومتونو د مشرانو یوه سرمشریزه جوړه شي، یعنې د اسرائیل تر څنګ د راتلونکي فلسطیني دولت سوله ایز ګډ ژوند.
ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو کنفرانس په جون میاشت کې د فرانسې او سعودي عربستان په ګډې مشرۍ ترسره شي، خو د اسرائیل او ایران ترمنځ جګړې له امله په موقت ډول وځنډول شو.
د فرانسې خبري آژانس د شمېرو پر اساس، د ناروې، هسپانيا، ایرلینډ او سلوانيا په ګډون ۱۴۲ هیوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلی یا یې د پيژندلو خيال لري. اسرائيل او متحده ایالات د «دوه هیوادونو حل» سره مخالفت کوي.
د هسپانيا لومړي وزیر پډرو سانچز، چې په غزه کي د اسرائيل د عملياتو يو له سختو منتقدينو څخه دی، په اکس شبکه کي ليکلي دي: «موږ باید هغه څه خوندي کړو چې نتانیاهو یې د ویجاړولو هڅه کوي یوازنې حل لاره همدا د دوه هیوادونو ده چې باید دوه هیوادونه شي.»
د ایرلینډ د بهرنیو چارو وزیر سایمن هاریس، د فرانسې دا اقدام «د دواړو خواوو، اسرائیلیانو او فلسطینیانو له پاره د سولې او مساوي امنیت د ډاډمن کولو لپاره یوازینی دوامداره حل» وباله. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم د مکرون اعلان «تاریخي» وباله او له نورو هیوادونو یې وغوښتل چې ورته لار تعقیب کړي.
مکرون په وروستیو میاشتو کې په وار وار ژمنه کړې ده چې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني. هغه د می مياشتي په پای کې دا هم وویل: «د فلسطین دولت جوړول نه یوازې اخلاقي دنده ده، بلکې سیاسي اړتیا هم ده.»