فتویٰ: مسلمانان دې حج بایکاټ کړي
۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبهد لیبیا د مفتي اعظم صادق الغاریاني له خوا په ورکړل شوې فتویٰ کې ویل شوي دي چې سعودي عربستان د حج او عمرې د زیارت کونکو پيسې د نورو مسلمانو پر وژنه مصرفوي. د الغاریاني په خبره: «هغه پيسې چې حاجیان یې سعودي ته ورکوي، د سعودي حکومت همدغه پیسې د نورو مسلمانانو پر ضد د جرایمو د ترسره کولو له پاره استعمالوي.»
په فتویٰ کې زیاته شوې ده هغه کسان چې مخکې یې حج یا عمره کړې وي او غواړي بیا سعودي عربستان ته لاړ شي «نو دا ثواب نه، بلکې ګناه ده.»
مخکې تر دې د اخوان المسلمين اړوند مفتي یوسف القرضاوي هم د یوې فتویٰ په ترڅ کې له مسلمانانو غوښتي وو چې حج او عمره دې نه کوي. القرضاوي ویلي وو: «الله پاک ستاسې حج ته ضرورت نه لري. اصلي مسئولیت چې تاسې ته سپارل شوی دی د هغه له بندګانو سره مرسته ده.»
هغه ویلي وو: «مسلمانان دي پر حج او عمرې د پيسو مصرفولو پرځای، هغه د وږو پر مړولو، د ناروغانو پر درملنې، او بی کوره کسانو ته د سرپناه پر برابرولو ولګوي، ځکه د الله ج په نزد په دې لاره کې د پيسو مصرفول تر حج او عمرې ډیر ښه دی.» هغه زیاته کړې وه: «د نورو انسانانو له د وسيلې له گرځېدو څخه تاسې د کعبې شاوخوا طواف نه ډیر د زړه سکون او روحاني اطمينان ترلاسه کولی شئ.»
د تونس هیواد مذهبي مشرانو هم د هیواد له مفتي اعظم څخه غوښتي دي چې هغه دې هم فتوی ورکړي چې خلک دې نور سعودي عربستان ته د حج له پاره نه ورځي. د تونس هیواد د امامانو د اتحادیي یو لوړپوړې مشر فیصل الشعور ویلي دي چې سعودي عربستان په سیمه ایزو جګړو کې ښکیل دی، او د بیت الله د زیارت کونکو له خوا باید ورته پيسې برابرې نه کړای شي. الشعور زیاته کړې ده: «هغه پيسې چې سعودي چارواکي يې د حج له لارې ترلاسه کوي، هغه د نړۍ د مسلمانانو د مرستې له پاره نه استعمالوي، بلکې د خلکو د وژنې او بی کوره کولو له پاره یې مصرفوي، لکه هغه څه چې اوس په یمن کې روان دي.»
هغه وویل چې د تونس خلک دې حج بایکاټ کړي او دغه پيسې دې د هغو بی وزله او غریبانو د مرستې له پاره مصرف کړي چې اوس له ولږې او فقر سره لاس او ګریوان دي.
(پي پي اِف البوابه، پي ای پي، اِف ای،) عاطف توقير، ش.ن/ ب. ن