د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ده سپارښتنه کړې ده چې راجستر شوي افغان مهاجر په پاکستان کې بانکي حساب پرانیستلای شي. عمران خان دا هم ویلي دي چې دا کار باید ډیر پخوا شوی وای. په دې هکله په خیبر پښتونخوا کې د مهاجرو چارو رئیس عبدالحمید جلیلي سره مرکه دلته اوریدی شئ.